د افغانستان ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو لوړ پوړی دولتي پلاوی کندهار ولایت ته تللی چې هلته د خونړۍ پېښې پلټنې وکړي.
په کندهار کې بېګاشپه (سېشنبه) د والي په مېلمستون کې بمي چاودنې ۱۱ تنه ووژل چې پکې د دغه ولایت مرستیال والي عبدالعلي شمسي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي یو نېږدې خپل او په امریکا کې افغان ډیپلوماټ یما قریشي او د متحده عربي اماراتو پنځه ډیپلوماټان شامل دي. په هغه پېښه د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي د عربي متحده اماراتو سفیر، دغهراز هاشم کرزی او ملي سوداګر حاجي محمد صدیق مهمند د ټپیانو له ډلې څخه دي.
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسؤل صمیم خپلواک وايي چې مرستیال والي عبدالعلي شمسي لومړی په پېښه کې ټپي او وروسته يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د یادولو وړ ده چې دغه چاودنه د هغه مېلمستیا پر مهال رامنځته شوې چې د کندهار چارواکو د عربي متحده اماراتو د سفیر لپاره برابره کړې وه.
افغانستان کې د عربي متحده اماراتو سفیر د سېشنې په ورځ د یوه خیریه لومړني ښوونځي جوړولو د چارو پیلولو لپاره کندهار ته ورغلي ول.