د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د کندهار پېښې دقیقې پلټنې امر وکړ


افغانستان: د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي، په کابل کې د متحده عربي اماراتو لوړپوړی ډپلوماټ جمعه ال قبي په کندهار کې د یوې دستورې مهال. ۱۰ جنوري ۲۰۱۷م کال
افغانستان: د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي، په کابل کې د متحده عربي اماراتو لوړپوړی ډپلوماټ جمعه ال قبي په کندهار کې د یوې دستورې مهال. ۱۰ جنوري ۲۰۱۷م کال

په کابل کې د ولسمشر له ماڼۍ ارګه په خپره شوې یوه اعلامیه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار کې د سېشنبې د شپې پېښې د غندلو تر څنګ پر اړونده مسوولینو غږ کړی د کندهار والي په مېلمستون کې دې د ترهګرۍپېښه دقیقه وڅېړي.

افغان چارواکي وايي په کندهار کې بېګا شپې په چاودنه کې د ولایت مرستیال والي عبدالعلي شمسي، یو افغان ډیپلومات یما قرېشي او د عربي متحده اماراتو پنځو ډیپلوماټانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي،د کندهار والي او په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي.

کابل کې هم ځانمرګيو بریدونه ګڼ ولسي افغان وګړي ووژل
کابل کې هم ځانمرګيو بریدونه ګڼ ولسي افغان وګړي ووژل

د متحده عربي اماراتو سفیر او د هغه هېواد یو شمېر ډيپلوماتان کندهار ولایت ته د بشري مرستو په موخه د النهیان خیریه کور بنسټ جوړولو لپاره تللي ول.

ولسمشر اشرف غني د کندهار پېښه یوه وحشیانه برید وباله. نوموړي ویلي (د افغانستان د ثبات او پرمختګ دښمنان د دغه وړ ترهګریزو اعمالو په ترسره کولو سره د هېواد د ودانولو او پرمختګ لپاره زموږ د خلکو باور او پیاوړې ارادې نه شي کمزورې کولی.)

بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې په کابل او کندهار کې د سېشنبې ورځې خونړي بریدونه غندلي او دا یې د یوه ولسواکه افغانستان پر ملي ادارو برید وباله.

په کابل کې په سېشنبه له ترسره شویو بریدونو لږترلږه ۳۸ تنه ولسي وګړي او پوځي مامورین وژل شوي او ۷۲ تنه ټپیان شوي دي.

د امریکا سفارت په دغه خبرپاڼه کې په کندهار کې د بېګا شپې حمله هم په شدت غندل شوې ده.

XS
SM
MD
LG