د لاسرسي ځای

د اوباما مخه ښه: امریکا تر پرون، نن ډېره پیاوړې ده


امريکايي ولسمشر باراک اوباما د جنورۍ په لسمه د ولسمشر په توګه د مخه ښې وينا وکړه. د جنورۍ په شلم تاريخ به د هغه پر ځای، ډونلډ ټرمپ د امريکا د ۴۵ ولسمشر په توګه سوګند وکړي.

ولسمشر اوباما د ولسمشر په توګه د مخه ښې په وينا کې وويل امريکا تر پخوا زياته قوي شوې ده خو زياته يې کړه چې امریکایان باید د هغو اختلافاتو د له‎منځه وړلو لپاره کار وکړي چې د ده په وینا د امریکا د يووالي ځواک ته زيان رسوي.

اوباما په خپله وينا کې پاکستان کې د اسامه بن لادن وژل، د ايران ايټمي مسلې په اړه دغه هيواد سره کړی تړون، کيوبا سره د اړيکو ښه کول او د امريکايي اقتصاد بهتره کول د خپلې اته کلنې حکومتي دورې مهمې لاس ته راوړنې وبللې.

په نړۍ کې زموږ رقيبان، روس او چين زموږ هومره اثر رسوخ نه لري

۵۵ کلن بارک اوباما وویل: ((که ما اته کاله مخکې ویلي وی چې د امریکا اقتصادي بحران به له‌منځه یوسم، د موټر جوړولو صنعت به راژوندی کړم، د امریکا تاریخ کې به تر بل هر وخت ډېرو خلکو ته کار پیدا کړم. که ما ویلي وی چې له کیوبا سره به د اړیکو نوی باب پرانیزم، پرته له یوه ډزه به د ایران اټمي پروګرام ودروم او که ما ویلي وی چې د سپټمبر د يوولسمې بريدونو پلانوونکی (اسامه بن لادن) به له‌منځه یوسم، که ما ویلي وی چې شل میلیونه امریکایانو ته به د بېمې حق برابر کړم. که مې دغه ټولې خبرې کړې وی، نو ښايي تاسو به ویلي وو چې ډيرې غټې خبرې کوم.))

ولسمشر اوباما په شيکاګو کې خپله وينا کې د امريکايي ځواکونو ستاينه وکړه چې په سختو حالاتو کې يې د وطن لپاره قرباني ورکړي. نوموړي پر امريکايانو غږ وکړ چې په انفرادي او حکومت سره په شريک کار سره د تعصب خلاف ودريږي. نوموړي زياته کړه چې دی د مسلمانانو امريکانو پر ضد تعصب ردوي.

هغه همداراز وويل امريکا کې داخلي توپيرونه او اختلاف همغومره خطرناک دي لکه څومره چې د بهرنيوو ترهګرو ګواښونه دي.

د ولسمشر اوباما وينا پر مهال د هغه ميرمن ميشل اوباما هم موجوده وه

د ولسمشر اوباما وينا پر مهال د هغه ميرمن ميشل اوباما هم موجوده وه

نوموړي زياته کړه: ((راځئ ونه وېريږو خو بايد هوښيار اوسو. داعش به کوشش وکړي چې بې ګناه خلک ووژني. خو هغوی امريکا ته تر هغې شکست نه شي ورکولی تر څو چې موږ د خپل اساسي قانون او اصولو سره جفا ونه کړو. زموږ رقيبان، روس او چين په نړۍ کې زموږ هومره اغېز نه لري. دا اغېز به تر هغې پورې وي چې موږ له خپلو اصولو سرغړونه ونه وکړو او ځان په يو داسې لوی هيواد بدل نه کړو چې واړه ګاونډيان ترې په تکليف وي.))

بارک اوباما اته کاله مخکې د هیلې او بدلون د شعار سره ولسمشر شو. هغ به نه ورځې وروسته د څلور څلويښتم امريکايي ولسمشر په توګه له وايټ هاوس يا سپينې ماڼۍ ووځي.

د هغه پر ځای به د جنورۍ په شلمه ډونلډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه سوګند وکړي.

راپور: د مشال راديو د خبر مرکزي څانګه

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG