په افغانستان د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې نهه تنه وسله وال طالبان نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، افغان ځواکونو تېره شپه شااوخوا دوه بجې د غني خېلو ولسوالۍ ګلايي سيمه کې چاڼيز عمليات کړي چې په پایله کې يې نهه تنه وسله وال طالبان نيولي.
خوګياڼی وايي، په نیول شویو طالبانو کې اووه تنه د خيبر پښتونخوا د سوات سيمې او دوه يې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
وسله والو طالبانو د دې عملياتو په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.