د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د نړیوالو او امریکایې ځواکونو مشر جنرل جان نکولسن د ګل په ورځ د پاکستان پوځ مشر جنرال جاويد قمر باجوه سره ملاقات کړی دی او د سیمې په امنیتي مسلو یې خبرې کړي دي.

د پوځ د عامه اړیکو د څانګې ایې اېس پي ار په وينا چې په دې ملاقات کې د پاکستان پوځ مشر جنرل جاويد قمر باجوه افغانستان کې د امن پر ځایی کولو په اړه د ناټو ځواکونو د کردار ستاینه وکړه او ویې وېل چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځ پر پولې امنیتي انتظام لپاره ناټو ځواکونه مهم رول لوبولی شي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې په وينا چې د راولپنډۍ په جنرل هېډ کوارټر کې د ملاقات نه پس د پاکستان پوځ مشر اوپه افغانستان کې د نړیوالو او امریکایې ځواکونو مشر جنرل جان نکولسن د شمالي وزیرستان هېډکوارټر میران شاه دوره هم وکړه اوهلته یي په سیمه کې د پوځي عملیاتو، د کډوالو د بیرته تګ، د بیا رغونې او د ټولنیزو او اقتصادي هلو ځلو په اړه مالومات تر لاسه کړل.

د پوځ عامه اړیکو څانګه زیاتوي چې دواړو مشرانو د میران شاه بازار دوره هم وکړه او د پرمختیایې کارونو جاج یي واخیستو.

ایې اېس پي ار وایي جنرل جان نکولسن په کامیابو پوځي عملیاتو د پاکستان پوځ ستاینه هم وکړه او د پاکستان او افغانستان ترمینځ د پولو د ښه انتظام ضرورت یې هم تسلیم کړو.

له دې وړاندې د امریکایي سېنټ غړي جنرل جان مېککېن هم د شمالی وزیرستان دوره کړې وه او د ترهګرۍ پرضد یي د پاکستان د هڅو ستاینه هم کړې وه.

د سیمه ایزو چارو کارو پوه رحیم الله یوسفزی وایي پاکستان دا کوشش کوي چې د غربي هېوادونو پوځي مشران قبایلي سیمو ته بوځي چې هغوی په خپلو سترګو امنیتي وضعه او د سیمې بیا بحالي وګوري.

د ده په وینا دا یو ډېر ښه کار دې او د دی په وجه ممکنه ده چې غلط فهمیانې لرې شي او د دوی تر منځ باور زیات شي.

خو دی زیاتوي، پاکستان داسې فکر کوي که د غربي ملکونو چارواکي شمالي وزیرستان ته لاړ شي نو ممکنه ده دوی قایل شي چی اوس هلته د وسله والو ډلو او حقاني شبکې مرکزونه نشته.

بلخوا امریکا او ځینې غربي هېوادونه داسې فکر هم کوي چی پاکستان له زړه نه د ترهګرۍ خلاف مبارزه نه کوي، خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي.

د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د پولو د ښه انتظام لپاره په افغانستان کې د ناټو ځواکونو کردار په اړه دفاعي چارو کار پوه او پخوانی بریګېډیر اسد منیر وایي چې د خپل منځي کومک له لارې پر پولو د امنیت ښه انتظام جوړیدای شي.

له دې وړاندې هم جنرل جان نکولسن د پاکستان دورې کړې دې او د پاکستان پوځي مشرانو سره یې د افغانستان په حالاتو او په امنیتي امورو خبرې اترې کړې دي.

XS
SM
MD
LG