د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال نېکولسن د شمالي وزیرستان دوره کړې


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قاطع ماموریت قوماندان جنرال نېکولسن پاکستان ته د سفر پر مهال د دې هېواد د پوځ له مشر سره پر لیدنې سربېره افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان د قبایلي سیمې دوره هم کړې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې اي اس پي ار د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د غوڅ ماموریت قوماندان جنرال نېکولسن پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره یو ځای د شمالي وزیرستان دوره هم کړې ده.

نېکلسن د پاکستان د پوځ له مشر سره د وزیرستان دوره کړې.
نېکلسن د پاکستان د پوځ له مشر سره د وزیرستان دوره کړې.

خبرپاڼه کاږي:

"د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د غوڅ مأموریت له قوماندان سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د افغان ځواکونو د روزلو په لړ کې د دغه مأموریت دوامداره هڅې ستایلې دي."

ښاغلي باجوه همدا شان د پاکستان او افغانستان د پولې تنظیم کې هم په افغانستان کې د غوڅ مأموریت د ځواکونو رول مهم بللی او هیله‌یې ښودلې چې دغه مأموریت په دې لړ کې هم مهم رول لوبولی شي.

خبرپاڼه کاږي چې په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر سره تر لیدنې وروسته جنرال نېکولسن د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه سفر هم کړی، چېرته چې د وسله‌والو ترهګرو پر ضد لا هم د پاکستاني پوځ عملیات روان دي.

پاکستاني پوځي چارواکو په میرانشاه کې جنرال نېکلسن ته په سیمه کې د روانو ضرب عضب پوځي عملیاتو او همداشان له شمالي وزیرستانه د بې‌ځایه شویو کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه معلومات هم ورکړي دي.

د پاکستاني پوځ خبرپاڼه کاږي چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو پر ضد د پاکستانيو ځواکونو کامیاب عملیات ستایلي دي.

جنرال نېکولسن په داسې وخت کې د پاکستان او افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان سفر کوي چې تېره میاشت د پاکستاني پوځ مشرتابه کې بدلونونه راغلي او جنرال قمر جاوید باجوه د جنرال راحیل شریف پر ځای د دغه هېواد د پوځ مشر ټاکل شوی دی.

شمالي وزیرستان افغان پولې ته څېرمه پرته قبایلي سیمه ده چې نېږدې درې کاله وړاندې په‌کې د کورنیو او بهرنیو وسله‌والو ترهګرو پیاوړي مرکزونه و، خو پاکستانیو ځواکونو د ۲۰۱۴ میلادي کال په جون کې په دغې سیمه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې لا هم روان دي او د پراخو بریاوو ادعا په‌کې کوي.

د یادونې وړ ده چې د قمر جاوید باجوه د مشر تر ټاکل کېدو وروسته پاکستان ته دا د امریکايي قوماندان نېکلسن لومړی سفر و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG