د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوازې په یوه اونۍ کې څلور کسان لادرکه شول


په پاکستان کې د بشري حقونو کارکونکي وایي اوس په ټولنیزو رسنیو هم د یوې مسلې په اړه غږ پورته کول ګران شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشره زهره یوسف وایي د دغو کسانو تښتول ښکاره کوي چې اوس په ټولنیزو رسنیو هم بندیزونه شته.(( مخکې هم دد اظهار ازادي نه وه، خو د میډیا په مقابل کې په ټولنیزو رسنیو خلکو د خپلې خوښۍ اظهار کولی شو،خو اوس داسې مالومیږي چې په فیس بک ، ټویټر او یا نورو رسنیو خبره کول نه یوازې ګران شوي دي، بلکې دا یو تن ته د ژوند خطر هم پېښولی شي.د دې څلورو فعالانو په اړه لا هم څه پته نشته چې دوی چېرته دي او چا اوچت کړي دي.))

د فاطمه جناح پوهنتون استاد ، بلاګر او شاعر پروفیسر ډاکټر سلمان حیدر د تیرې جمعې په شپه له اسلام اباد لادرکه کړل شوی دی. د هغه کورنۍ وایي سلمان حیدر د خپل موټر نه چا اوچت کړی دی، او تر اوسه یې هیڅ پته نه ده لګیدلې.

د جنورۍ په څلورمه عاصم سعید او وقاص ګورایااو تیر خالي په ورځ احمد رضا نصیر چې په ټولنیزو رسنیو فعاله وو، لادرکه شوي دي.

سیاسي فعال او بلاګر جبران ناصر وایي اوس په ټولنیزو رسنیوخبره کول ګران شوي دي .((ټولنیزې رسنۍ یو لوی سټیج دی ، ځکه چې په دې ته د ټولې دنیا سره په رابطه کې یې، ډیرې خبرې چې په لارو کوڅو او کورونو کې روانې وې خو که په ټولنیزو رسنیو په دې اړه څه ولیکې نو بیا دغه نه زغمل کیږي،خو که دغه ټولې خبرې چې موږ یي په ټولنیزو رسنیو کوو، او زموږ د پارلمان غړي دا همت وکړي او په اسمبلیو کې ووایي نو بیا به په ټولنیزو رسنیو په دې اړه خبره کول دومره معیوبه نه ګڼل کیده، خو دا دغې اثر دی اوپه پاکستان هم داسې څیزونه خوریږي.))

د بشري حقونو د کارکونکو لادرکه کیدل د ټول قام د پاره د تشویش خبره ده

د قامي اسمبلۍ د قانون او بشري حقونو د قایمه کمیټۍ غړی جسټس ریټایرډ افتخار احمد چیمه وایي باید حکومت د دغو کسانو د موندلو په اړه کار وکړي ((د بشري حقونو د کارکونکو لادرکه کیدل د ټول قام د پاره د تشویش خبره ده، هغه خلک چې د انسانانو د ښېګړې لپاره کار کوي، د یوې ایجنسۍ او یا ترهګرې ډلې لخوا د دوی اوچتول د اندیښنې خبره ده، زما په فکر باید حکومت دې مسلې ته پوره پام وکړي))

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې مشر کینت روت په یو ټویټ کې وییلي په دغو څلورو لا درکه کړل شووکسانو کې یو د بلوچستانپه مسله فعاله وو. بلخوا پرون د ګل په ورځ د پیپلز ګوند غړو په یو پام لیک کې له حکومته غوښتنه کړې ده چې د دغو کسانو د موندلو لپاره پوره ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG