د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مندرونو او کلیساګانو ساتنه د حکومت فریضه ده


په لاهور کې د یوې کلیسا مخې ته عیسوۍ نجونه یوې بلې ته د کریسمس ورځې تبريکي وايي
په لاهور کې د یوې کلیسا مخې ته عیسوۍ نجونه یوې بلې ته د کریسمس ورځې تبريکي وايي

اسلامي نظرياتي کونسل په خپل يو راپور کې ويلي دي چې غیر مسلمه د واده او طلاق په معاملاتو کې د خپل مذهب مطابق فیصله کولو کې ازاد دي او په ملک کې د هندوانو او عيسايانو د ودونو او طلاق متعلق د قوانينو جوړولو حمايت کوي.

د اسلامي نظرياتي کونسل يوې غړې سمعيه راحيل قاضي مشال رېډيو ته وويل چې يو اسلامي رياست کې ټول غیر مسلمه د خپل مذهب مطابق عمل کولو کې آزاد دي او د پاکستان آیين هم دوی ته مذهبي ازادي ورکړې ده.

د نوموړې وينا وه چې دا د يو اسلامي ملک فريضه ده چې هغه خپل غیر مسلمه وګړو ته پورا حقونه ورکړي او د هغوی د مندرونو او کليساګانو حفاظت یقيني کړي.

مشال رېډيو چې کله د سمعيه راحيل نه تپوس وکړو چې سیند اسمبلۍ تېر کال د هندوانو لپاره قانون سازي وکړه خو د کونسل لخوا پرې نيوکې شوي دي نو په جواب کې هغې وويل چې په يو غیر مسلمه په زوره اسلام قبلولو اجازه نه خو الله او نه اسلام ورکوي خو د سند اسمبلۍ چې کوم بل پاس کړی دی نو په هغه کې په دې شق چې د اتلس کالو نه کم عمره يو تن ته به د اسلام قبولو اجازه نه وي پرې اعتراض لري.

د ذکر ده چې تېر کال نومبر مياشت کې سند اسمبلۍ اقليتونو ته تحفظ ورکولو لپاره د جرمونو خلاف قانون ۲۰۱۵ بل منظوري ورکړې وه چې له مخې به یو تن هم د اتلسو کلونو عمر ته رسېدلو نه وړاندی مذهب نه شي بدلولی، د دې ترڅنګه په زور مذهب بدلولو کې نېغ په نېغه ککړ تن ته د پنځو (۵) کلونو او په دې کار کې مرسته کوونکي تن ته د درو (۳) کلونو د بند سزا ورکول کېږي،

خو د پاکستان پېپلز ګوند سېنېټر ګيان چند په دې تېرو وختونو کې مشال رېډيو ته وويلي و چې د دې قانون ضرورت ځکه محسوس شو چې په دې هېواد کې له تیرې څه مودې راهیسې د اقليتونو په زوره د مذهب بدلولو پېښي زياتې شوي دي او په نتیجه کې یې نه یوازې اقليتونه د ستونزو سره مخامخ شوي بلکې په نړيواله کچه د پاکستان بدنامي هم کېږي.

د نوموړي وينا وه چې د دې قانون له عمليکېدو ورستو به په زوره د مذهب بدلولو پېښو کې کمی راشي او نړۍ ته به يو مثبت پېغام ورسي چې په پاکستان کې د ټولو طبقاتو د حقونو خيال ساتل کېږي.

XS
SM
MD
LG