د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تشدد ښکار طیبې طبي پلټنه وشوه


د اسلام اباد د یو اېډیشنل سېشن جج په کور کې د تشدد ښکار لس کلنې طیبې طبی معاينه په پمز هسپتال کې وکړل شوه.

د پیمز روغتون یو پنځه کسيزه طبي ډله چې پکې د نفسياتو ډاکټر هم موجود و د ګل په ورځ یې د هغې طبي معاينه وکړه.

د ذکر ده چې د اسلام اباد پولیسو لخوا د تېرې جمعې پر ورځ طیبه سپریم کورټ ته وړاندې کېدله خو د هغې د مور، پلار او د جج د کورنۍ ترمینځ د روغې تر کېدو ورستو بې درکه شوه خو د اتوار په ورح د اسلام اباد پوليسو طيبه سره د مور پلار د اسلام اباد لهتراړ سېمې نه برامد کړه او نن ئې د طبي معاينې لپاره ميډيکل بورډ ته وړاندې کړه.

مطبوعاتو سره په خبرو کې د پمز هسپتال وايس چانسلر ډاکټر جاويد اکرام وويل چې د يو ساعت مکملې طبي معاينه کې د ويني اخيستو سره سره د طيبې په وجود د ټولو زخمونو تفصيلي جاج هم واخيستې شو.

د ده په وېنا د لس کلنې طيبې د مور پلار او ورور د ويني نمونې هم اخيستې شوي دي او د ټولو ټيستونو رپورټ راتلو نه پس به تفصيلي رپورت سپريم کورټ ته وړاند کولې شي.

"د طيبې د ټولو زخمونو جاج واخيستې شو او د هغې دعوی لرونکو ډي اين اې هم شوې چي دا شان موږ ته ريښتيا را مخي ته شې چې څوک يې په اصل کې خپل خپلوان دي،پدې کېس کې په موږ هيڅ د چا فشار نشته او نه به موږ په دباو کې راځو. ما مخکي هم ويلي وو او اوس هم وايم چې طيبه د خپل مور پلار نه بلکې زما اود ټول قام لور ده او موږ هغي له انصاف ورکول غواړو."

د يادونې ده چې په مطبوعاتو کې په طېبې شوي د تشدد عکسونه او ويډيو مخې ته راتللو ورستود سپريم کورټ چيف جسټس مياں ثاقب نثار ازخود نوټس اخيستې وو او د تېرې جمعې پرورځ چيف جسټس پوليسو ته امر ورکړې وچې د روانې میاشتې پر یولسمه نېټه دې طیبه له خپل مور او پلار سره یوځای عدالت ته وړاندې کړي

سپریم کورټ د دې کېس په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې بنیادي بشري حقونو په باب جوړجاړی نه شې کېدلې. مور و پلار هم خپل بچیان له بنیادي بشري حقونو نه شې محرومولی نو بیا څنګه دا روغه وشوه؟

د طبي معاينې رپورټونو راتلو نه پس به طيبه او د هغې مور پلار د چارشنبې په ورځسپريم کورټ ته وړاندې کېږي.

XS
SM
MD
LG