د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما: د انټرنیټي غلا اغېز مې دومره مهم نه باله


د امریکا ولسمشر باراک اوباما
د امریکا ولسمشر باراک اوباما

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي هغه په جمهوریت د ناسمو مالوماتو خورولو او انټرنیټي غلا اثرات دومره مهم نه وو ګڼلي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې دې نتیجې ته رسېدلې چې د روس ولسمشر د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو اغېزمنولو لپاره د انټرنیټي غلا د کمپاین امر کړی وو.

ولسمشر اوباما دغه څرګندونې په یکشنبه د یوې مرکې پر مهال وکړې.

د روانې میاشتې پر شپږمه نېټه خپور شوي یو رپورټ کې راغلي د انټرنیټي غلا په دغو هڅو کې د ډیموکراټانو کاندیدی هیلري کلینټن پروړاندې د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بریا لپاره کار شوی دی. په دې رپورټ کې هغه مخکینۍ اندازې تایید شوي چې د روسي حکومت په ملاتړ انټرنیټي غله د امریکايي سیاسي ګوندونو کمپیوټري نظام ته ننوتي ول.

بلخوا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وار وار دا خبره ردوي چې ګني په ولسمشریزو انتخاباتو کې روس د ده لپاره لاسوهنه کړی ده، او ویلي یې دي چې دا تورونه یې سیاسي مخالیفان د ده بریا له پامه غورځولو لپاره لګوي. خو د ټرمپ د انتظامیې یو راتلونکي مشر تیره ورځ فاکس نیوز ټیلي ويزن ته وویل چې ښاغلی ټرمپ په ډیموکرټیک نېشنل کمیټۍ دانټر نیټي برید ترشا د ځینو روسي عناصرو لاس لرل نه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG