د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځي عدالتونه وتړل شول


د پاکستان پوځ چارواکي وايي، پوځي عدالتونه د خپلې مودې له پوره کېدو سره سم تړل شوي دي د دوی په خبره په تېرو دوو کلونو کې د دوه سوه څلور اويا (۲۷۴) مقدمو اورېدنه ترسره کړې او په دغو مقدمو کې یې دوولس کسان زندۍ (پانسي) کړي هم دي.

یاده دې وي چې د ۲۰۱۴م کال پر ۱۶ م ډیسېمبر د پېښور پر ارمي پبلیک سکول تر خونړي ترهګریز برید وروسته د پاکستان پارلېمان د یوه اییني ترمیم له مخې د پوځي عدالتونو جوړولو منظوري ورکړه.

د ای اېس پي ار په بيان کې ويل شوي چې پوځي عدالتونو په خپله دوه کلنه دوره کې دوه سوه څلور اويا (۲۷۴) مقدمې اورېدلې چې پکې په مختلفو جرمونو کې ککړو يو سلو يوشپيته (۱۶۱) کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې او په يو سل ديارلس (۱۱۳) مقدمو کې مجرمانو ته د قيد سزا ورکړل شوې ده.

په بيان کې راغلي چې پوځي عدالتونو ته وروړل شوې ټولې مقدمې له قانون سره سمې ترسره شوې دي او د يادو عدالتونو د فیصلو له وجې د ترهګرۍ په پېښو کې کمی راغلی دی او د خپلې مودې له پوره کېدو سره سم یې کار بند کړی دی.

خو د قانوني چارو کارپوه او سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن پخوانې صدر قاضي انور وايي چې پوځي عدالتونو ته تحفظ حاصل وو نو ځکه به يې د يوې مقدمې زر تر زره فيصله کوله که حکومت عدالتونو او ګواهانو ته هم دا شان تحفظ ورکړي نو هيله ده چې د مقدمو اورېدنه به زر تر زره کېږي.

د يادونې ده چې په شپاړلسم (۱۶) دسمبر ۲۰۱۴ کال کې د پېښور پر ارمي پبلیک سکول د وسله والو له حملې وروسته په هېواد کې د ترهګرۍ ختمولو لپاره قامي اېکشن پلان جوړ کړل شو چې وروستو د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ مياشت کې يويشتم (۲۱) آیيني بدلون او پاکستان پوځي اېکټ کې ترميم منظوري ورکړه او په ملک کې نهه (۹) پوځي عدالتونه جوړ کړل شو چې پکې درې په خېبرپښتونخوا، درې په پنجاب، دوه په سیند او يو په بلوچستان کې وو.

XS
SM
MD
LG