د لاسرسي ځای

افغانان هېڅوک په زور له پاکستانه نشي اېستلای: شاهي سید


عوامي نیشنل ګوند تر شاوخوا څلورو کلونو وروسته په کراچۍ کې جلسه کړې ده. د یکشنبې یا اتوار پر ماښام د ښار په مېټرووېل سیمه کې جلسې ته په وینا کې د ګوند سېند څانګې مشر شاهي سید وویل، ځېنې خلک دا وايي چې افغان کډوال به په زور له پاکستانه باسي. ده وویل، هېڅ کس کډوال نشي ایستلای. غونډې ته د ګوند ګڼ غړي او مشران ورغلي ول. تفصیل په دې رپورټ کې.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG