د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ځانګړو پوځي عدالتونو موده پای ته رسېږي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ مقدمو اورېدنې لپاره د پوځي عدالتونو جوړولو ګام له هغه وروسته پورته کړ چې د پېښور پر ارمي پپلک سکول خونړی برید وشو.

اسلام اباد: په پاکستان کې د ترهګرۍ مقدمو اوريدنو لپاره د ځانګړو پوځي عدالتونو کاري موده د جنورۍ پر اوومه نېټه پای ته رسېږي.

د پاکستان پارلمان د ۲۰۱۶م کال په پیل کې د دې لپاره په اساسي قانون کې بدلون وکړ چې د ځاتګړو پوځي عدالتونو جوړېدو ته لاره هواره کړي.

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ مقدمو اورېدنې لپاره د پوځي عدالتونو جوړولو ګامله هغه وروسته پورته کړ چې د پېښور پر ارمي پپلک سکول خونړی برید وشو.

په هغه برید کې شاوخوا ۱۶۰ کسان وژل شوي وو چې تر ۱۴۰ زیات پکې د یاد سکول کم عمره ماشومان وو.

تر یاده پېښه وروسته پارلمان د پوځي عدالتونو منظورۍ پر وخت ویلي وو چې دا عدالتونه به یوازې تر دوو کلونو د کار کولو قانوني موده ولري.

دې عدالتونو په دې دوه کلنه موده کې۲۷۴ کسانو ته سزاګانې ورکړې دي. په دې کې ۱۶۱ کسانو ته د مرګ او ۱۱۳ کسانو ته د ټول عمر بند سزاګانې ورکړل شوې دي.

پوځي عدالتونه په پاکستان کې د سخت دریځۍ مخنیوي او ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره د قومي ایکشن پلان په نامه تګلارې برخه وو.

د مرکزي حکومت او پوځ مشران وايي چې دا تکلاره بریالۍ شوې ده خو د اپوزېشن یو شمېر ګوندونو مشران بیا وايي چې پر دې تګلاره هغسې عمل نه دی شوی لکه څنګه چې په کار وه.

د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان هم په دې نظر دي چې حکومت او پوځ د یادې تګلارې له مخې د وسله والو پر ضد د خوښې او نا خوښې پر اساس ګامونه پورته کړي دي.

د افغانستان او هند تر څنګ ، یو شمېر پاکستاني او نړیوال سیاستوال او شنونکي پر پاکستان تور لګوي چې د هغو وسله والو ‌ډلو پر ضد ګامونه نه پورته کوي کوم چې په افغانستان او هند کې بریدونه کوي. خو پاکستان دا یوازې تور بولي.

XS
SM
MD
LG