د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د پولیو ضد پنځه ورځنی کمپاین پیل شوی


د پولیو ضد کمپاین یو پخوانی عکس
د پولیو ضد کمپاین یو پخوانی عکس

چارواکي وايي چې له پلرونو ، مذهبي عالمانو او ځايي مشرانو څخه یې غوښتي چې د پولیو ضد مهم ملاتړ وکړي.

کوټه: په بلوچستان کې د صحت محکمې چارواکي وايي، په کوټه کې د پولیو ضد پنځه ورځنی کمپاين پیل شوی دی

په دې پنځه ورځې کې به شاوخوا څلور لکه ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکي ورکول کیږي.

په کوټه کې د بیړنیو چارو ادارې یو چارواکي سید فېصل احمد د سېشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې د جنورۍ له دویمې د پیل شوي دې کمپاین کې به څه د پاسه ۱۳۰۰ ټیمونه برخه اخلي.

چارواکي وايي چې له پلرونو ، مذهبي عالمانو او ځايي مشرانو څخه یې غوښتي چې د پولیو ضد مهم ملاتړ وکړي.

د پاکستان د صحي څانګې چارواکي وايي ، دوی هیله لري چې د پولیو د له منځه وړولو په برخه کې د ټاکل شوو هدفونو پوره کولو سره به پاکستان په ۲۰۱۸م کې د پولیو وایرس لرونکو هېوادونو له لیسټه لرې کړل شي.

XS
SM
MD
LG