د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېرکال له بلوچستانه ۳۷۰۰۰ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي


په بلوچستان کې د یو افغان کډوال کور
په بلوچستان کې د یو افغان کډوال کور

ملګري ملتونه وايي په تیر يو کال کې د بلوچستان صوبي نه اوه دير ش زره افغان کډوال خپل هيواد ته ستانه شوي دي.

د یکشنبې په ورځ په کوټه کي د ملګرو ملتونو د کډوالو د اداري مشر دينيش سرشته وويل چي دومره کډوال په تيرو لسو کالو کي نه وو ستانه شوی څومره چي په ۲۰۱۶ کال کې خپل وطن ته تللي دي.

په بلوچستان کې دا مهال ۲۵۰ زره افغان کډوال ژوند کوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادره

ښاغلي سرشته وويل چی که څه هم افغانستان ته د ستنيدونکو کډوالو لړۍ د هغوی په خوښه ده او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره هر وخت د دوی سره مرستې کوي، خو دده په خبره سږ کال د پاکستان د نورو سيمو په شمول بلوچستان نه هم افغان کډوال په جبري توګه لېږل شوي دي.

په بلوچستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر زیاته کړه چې دا مهال د دوی اداره د افغانستان او پاکستان د حکومتونو سره پر مذاکراتو بوخته ده چې کډوالو ته سهولتونه برابر کړل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال په بلوچستان ایالت کې دوه سوه او پنځوس زره افغان کډوال ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG