د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو غونډه: افغانستان کې د داعش اغېز په زیاتېدو دی


روسیې، چین او پاکستان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش نفوذ د زیاتېدو په حال کې دی او ورسره د دغه هېواد امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

د دغو درېیو هېوادونو لوړپوړو مشرانو دا څرګندونې په مسکو کې په یوې غونډه کې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا

د روېټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په مسکو کې تر دې غونډې وروسته رسنیو ته وویل:

"روسیې، چین او پاکستان په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت د زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودلې دي."

خو د افغانستان ملي دفاع وزارت د دغو هېوادونو له یادو اندېښنو سره موافق نه‌دی.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سېشنبې شپه په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، دا اندېښنې او څرګندونې ناسمې دي چې د داعش فعالیت په افغانستان کې مخ په پراخېدو دی.

وزیري: د داعش په نوم پلمې غلطې دي.
وزیري: د داعش په نوم پلمې غلطې دي.

"هر څوک چې دا پلمې کوي د داعش په نوم باندې یا په بل نوم باندې دعوې کوي دا کاملاً غلطه ده. داعش په افغانستان کې ټکول شوی. د افغانستان حکومت او د افغانستان وسله‎وال پوځ قطعاً اجازه نه‌ ورکوي چې داعش په افغانستان کې مراکز ولري، قوي حضور ولري او یا له افغانستانه نورو هېوادونو ته خطر پېښ کړي."

وزیري وویل چې داعش جګړه مار په هلمند، کندهار، زابل او ننګرهار کې ځپل شوي دي.

له دې مخکې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم ویلي و چې داعش جنګیالیو د افغانستان په ختیځ کې سخته ضربه خوړلې ده.

اخوا سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت د ویاند چارلېس کلېفلنډ په حواله لیکلي چې تېر کال د داعش جګړه مار له یو نیمه تر درو زرو پورې وو خو اوس یې شمېر یو زرو تنو ته راټیټ شوی دی.

په پېښور کې خبریال رحیم الله یوسفزی هم مني چې په افغانستان کې داعش د پخوا په برتله ډېر کمزوری شوی دی او اوس د پخوا په څېر ډېره لږه ځمکه یې تر ولکې لاندې ده. د داعش ډېر مشران په ډرون بریدونو او پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي. خو دا خبره یو څرګند حقیقت دی که یې افغانستان مني او یا یې نه مني، داعش هلته شتون لري.

رحیم الله یوسفزی
رحیم الله یوسفزی

یوسفزي وویل، د افغانستان په باب غونډه کې د کابل شتون باید لازمي وي.

د یادولو ده چې د افغانستان حکومت، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړیو په مسکو کې د روس، چین او پاکستان پر درې - اړخیزه غونډه نیوکې کړې او دا یې د ګټې پرځای تاوان رسوونکې بللې وه چې افغان چارواکي پکې نه وو وربلل شوي خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د امریکا غږ راډیو ته ویلي چې د مسکو غونډه د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې د امن او کرارۍ لپاره وه.

په افغانستان کې د داعش پر پراخ شتون د اندېښنو تر څنګ په سېشنبه د مسکو په غونډه کې د بندیزونو له لېسټونو د یوشمېر کسانو د نومونو په لیرېکولو هم بحث شوی دی.

روېټرز د روسیې بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زخارووا په حواله ویلي:

"درې واړو هېوادونو [روسیه،چین،پاکستان] د کابل او طالب خوځښت تر منځ د یوه سوله‌ییز ډیالوګ د پیاوړتیا لپاره د هڅو په توګه د بندیزونو له لېستونو څخه د ځینو مشخصو کسانو د نومونو په لیرېکولو موافقه وکړه."

خو افغان ولسمشر بیا تېره میاشت له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د طالبانو نوی مشر هبت‌الله اخوندزاده هم د بندیزونو په لېست کې شامل کړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د یوه بیان له مخې روس، چین او پاکستان همداراز موافقه وکړه چې د افغانانو په مشرۍ د ملي پخلاینې د پروسې د لا چټکۍ لپاره هڅې جاري وساتي.

خو افغان کارپوه او د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی د دغو درېیو هېوادونو د وروستۍ ناستې او پایلو په اړه خوشبیني نه‌ښکاره کوي.

افغان کارپوه او د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی
افغان کارپوه او د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:

"په هره هغه قضیه کې چې د پاکستان لاس وي سره له دې چې د کنفرانس د نتایجو په اړه به قضاوت له وخت مخکې وي خو پاکستانیان ډېر صادق نه‌دي. پاکستان غواړي په خپل دې ډیپلوماسیو باندې له نړیوالې انزوا ځان وباسي او یو ځل بیا روسیه او چین په دې وغولوي او یا یې منحرف کړي چې ګواکې پاکستان کولای شي د افغانستان د سولې په پروسه کې برخه واخلي. لکه چې غربیانو ته‌یې په کلونه کلونه فریب ورکړی غواړي روسیه او چین هم تېر باسي."

پاکستاني چارواکو تل ټینګار کړی چې د افغانستان امنیت د ټولو په ګټه دی او هېڅ هڅه به ونه‌سپموي څو له افغان حکومت سره د خبرو لپاره طالبان وهڅوي.

دغو چارواکو همداراز د مسکو غونډه هم د دغو هڅو یوه برخه بللې ده.

که څه هم افغان چارواکي په پرونۍ غونډه کې د ګډون لپاره نه‌و غوښتل شوي خو ګډونوالو هېوادونو موافقه کړې چې افغان حکومت ته به په راتلونکو غونډو کې بلنه ورکوي.

دا چې افغان حکومت به د روسیې، چین او پاکستان راتلونکې غونډې ته ورځي که څنګه؟ هغه پوښتنه ده چې ځواب‌یې افغان چارواکي نه‌وايي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله آزاد وايي، په دې اړه به د چهارشنبې په ورځ تبصره وکړي.

تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ویلي و چې د دې ناستې د پایلو په اړه هېڅ ډول خوشبیني نه‌شته.

راپور: صفي‌الله ستانکزی، احمد الله

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG