د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا د حکومت د ځوانانو پالیسي


د پښتونخوا یو شمېر ځوانان د مشال له همکار احمدشا اعظمي سره د خبرو پر مهال
د پښتونخوا یو شمېر ځوانان د مشال له همکار احمدشا اعظمي سره د خبرو پر مهال

د خيبر پښتونخوا حکومت د ځوانانو لپاره نوې پالېسۍ عملې کولو په لړ کې د صوبې په ځوانانو غږ کړی چې د فنډونو استعمال لپاره خپل وړانديزونه حکومت ته واستوي.

د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی وياند مشتاق غني وايي چې د صوبې ځوانانو د وړانديزونو په اړه يوه کميټي هم جوړه کړل شوې ده.

صوبايي حکومت د درېوو کلونو له اوږې مودې وروسته د ځوانانو لپاره پاليسي اعلان کړې وه چې پکې ځوانانو لپاره د روزګار د مواقعو سره سره د دوی لپاره د مرکزونو د جوړولو خبره هم شوې ده.

مدني فعاله ثنا اعجاز او نورې نجونې
مدني فعاله ثنا اعجاز او نورې نجونې

مشتاق غنی له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ځوانانو لپاره د اعلان شوې پالېسۍ عملي کول یې شورو کړي دي او ټولې صوبې ځوانانو ته ويل شوي چې د مځانګړو شويو پيسو د استعمال لپاره دې خپل وړانديزونه وليږي. په دي اړه نوموړي زياته کړه:

(( د مختلفو ضلعو نه تر لسو يا له دی نه هم زيات وړانديزونه راتللی شي. د هغو وړانديزونو جاج لپاره يوه کميټي جوړه کړل شوې ده. هغه کميټي به حتمي پريکړه کوي، چې آيا واقعي په دغو وړانديزونو يا په پروژو پيسي ولږول شي او که نه؟ دغه کميټي به د دی خبري جاج هم اخلي چې آيا دی سره ځوانانو ته څه ګټه رسيدلي شي او که نه؟ ))

حکومتي وياند مشتاق غني زیاته کړه چې بنيادي مقصد هغو پروژو ته ترجيح ورکول دي چې ځوانانو ته یې ګټه ورسيږي.

د ځوانانو لپاره د صوبايي حکومت د پالېسۍ د مسودې جوړونکې يو ادارې Liaison Corporation مشر عثمان مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په نوې پاليسۍ کې د ځوانانو معاشي، سماجي او سياسي وړتيا نوره پياوړي کول دی. نوموړي د دی لپاره د حکومتي پانګونې تفصيل وړاندي کړو او ویې ويل:

((دا دوه کاله پروګرام دی. په دې کې مختلف روزنيز پروګرامونه شامل دي. د پوهاوي لپاره کار کوي. د دې ترڅنګ د تعليم لپاره ۱۰۲ اربه روپۍ مختص شوې دي. د لوبو لپاره هم تر دريو اربو پوري فنډونه اېښودل شوي دي. د لوبو ميدانونه به جوړول کيږي.))

د عثمان په خبره د لرې پرتو سيمو د ځوانانو لپاره هم پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي، چې له دې پاليسۍ نه ګټه پورته کړي.

د خيبر پښتونخوا د ځوانانو اسمبلۍ مشر عابد اتوزي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د صوبايي حکومت نوې پاليسي د ستاينې وړ ده.

(( په خيبر پښتونخوا کې ډير ښه کارونه ترسره کيږي، خو عمل پري نه کيږي. دا تر کاغذونو تر حده پوري پاتي شي.))

د ځوانانو لپاره يو بل کارکونکی وحيد مومند بیا په دی اند دی چې د تيرو وختونو پرتله اوس د ځوانانو مسئلو ته زیات پام کيږي.

ده زياته کړه:

(( په تېرو شويو دريو کلونو کې دغه شان پروژي ګورئ، لومړی بجټ يو کروړ و، بيا دوو ته راغلی، تېر کال څلور نيم کروړه و خو اوس په دې کې زياتوالی راغلی دی چې د ځوانانو لپاره ښه خبر دی.))

بلخوا د ځوانانو او ټوليزو کارونو فعاله ثنا اعجاز وايي چې د صوبايي حکومت پاليسي کې ښي خبري هم شاملې دي خو په دي پاليسۍ ځوانان خبر نه دي او بايد حکومت په دې لړ کې هم ګامونه پورته کړي.

ثنااعجاز وړاندې وويل:

(( پر پالېسيو پوهنه تجربه غواړي. د هرې پالېسي د وړاندې کولو غوره خبره دا وي، چې هغه په اسانه ژبو کې خلکو ته ورسيږي. زموږ ټولې پالېسۍ په انګريزۍ ژبه کې وي، چې زياتره ځوانان پري نه پوهيږي.))

د مدني ټولنې مبارزې ثنا اعجاز له حکومته غوښتنه وکړه چې د ځوانانو د پاليسۍ د کامیابۍ لپاره اړینه ده چې د عمر حد ورته لوړ وټاکل شي.

د ځوانانو لپاره بیلا بیلو کارکونکو مشال راډيو ته وويل چې په نوې پاليسۍ کې زياتره توجو په هنرونو پکار ده او دا بايد يقيني کړل شي.

XS
SM
MD
LG