د لاسرسي ځای

تازه خبر

وتلې سندرغاړې معشوق سلطان مړه شوه


پېښور: د پښتو ژبې وتلې هنرمندې معشوق سلطانې د ۶۴ کلونو په عمر د ګل ورځې سپېدو مهال له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د هغې زوی زوارخان مشال راډيو ته وویل چې مور یې د تور زېړي رنځوره وه.

معشوق سلطانې نه یوازې د پښتو فلمونو کې اداکاري کړې بلکې د فلمونو لپاره یې په زرګونه سندرې هم ویلې وې خو له څه مودې راهسې يې د ناروغۍ له کبله سندرو ته شا کړې وه.

له پښتو موسیقۍ سره تړلي خلک د معشوق سلطان مړینه د پښتو ژبې او موسیقۍ لپاره یو لوی زیان بولي.

نومیالۍ سندرغاړې معشوق سلطان خاورو ته وسپارل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

معشوق سلطان چې کورنۍ نوم یې مه جبین وو، په ۱۹۵۲ کال د سوات په شاه ډېرۍ کې زېږېدلې وه چې وروستو یې پېښور ته کډه کړې وه. هغې په ۱۲ کلنۍ کې په سندرو پیل کړی وو چې د خپل دغه هنري عمر په اوږدو کې یې د ټي وي راډیو او فلمونو لپاره په زرګونه سندرې ویلې وې.

هغې د پښتو په دوو فلمونو جوارګر او جانان کې هم اداکاري کړې وه.

د پښتو فلمونو موسیقار ګلسیارپردېسي وايي چې هغه د خپل لومړني فلم لپاره د معشوق سلطان سره سندره ریکارډ کړې وه. هغه وخت دې اوګلنار بېګمې لوی نوم او یو ځانګړې حیثیت لرلو.

دی وايي، ''پښتانه فنکاران اکثره ډېر د بېوسۍ ژوند تېروي خو موږ موسیقاران هم د خپلو فنکارانو خیال نه ساتو حالانکې دا زموږ سرمایه ده باید چې موږ له دوی څخه ګټه پورته کړو. موږ باید د نویو هنرمندانو له راوړاندېکولو سره سره پخواني هغه هېر نه کړو.''

اته کاله کېږي چا مې پوښتنه هم ونه کړه. معشوق سلطانه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتو ژبې هنر مند احمدګل استاد وايي، معشوق سلطان یوه ډېره غټه فنکاره وه د هغې په رنګ به بله پیدا نه شي خو [زموږ]حکومت د فنکارانو خیر ښېګړې لپاره هېڅ هم نه کوي. دوی خپل ټول عمر دې وطن، د دې ولس د خوشاله کولو لپاره سپارلي وي خو چې ناروغه شي بیا یې هېڅوک پوښتنه هم نه کوي.

XS
SM
MD
LG