د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د الوتکې پرېوتو پلټنې دې ژر تر ژره وشي'


د پاکستان وزير اعظم نواز شريف د خونديتوب ((سېفټي)) تحقيقاتي بورډ ته امر کړی چې په حويليا کې د الوتکې پرېوتو پېښې دې زر تر زره تحقيقات وکړي چې دارنګ حقيقت ولس ته په ډاګه شي.

د جمعې په شپه په وزېراعظم هاوس اسلام اباد کې د وزير اعظم نواز شريف په مشرۍ غونډې ته وویل چې په تحقيقاتي کميټۍ کې دې د پاکستان هوايې ځواک يو تجربه کار چارواکی هم شامل کړل شي.

نواز شريف د پاکستان سرکاري هوايې کمپنۍ ته هدايات جاري کړي چې په پېښه کې له اغېزمنو کورنېو سره دې زر تر زره رابطې وکړي او له هغوی سره دې هر قسمه مرسته وکړي.وزير اعظم امر وکړ چې د الوتکې په پېښه کې د وژل شویو ۴۸ کسانو د ډي اېن اې ټيسټ دې ژر تر ژره بشپړ کړل شي.

د پاکستان سرکاري ټي وي وايي، د زیارت په ورځ د الوتکې پرېوتو په پېښه کې د وژل شويو ټولو کسانو مړي له ايبټ اباده و اسلام اباد ته رسولي او د اسلام اباد په پيمز روغتون کې اووه مړي تر پېژندنې وروسته خپلو خپلوانو ته سپارل شوي.

د الوتکې پريوتو په پېښه کې دالوتکې د کارکونکې ((اير هوسټس)) اسما عادل او د چترال مرستيال کمشنر اسامه احمد وړايچ، د هغه د لور او مېرمنې مړي د هغو رشته دارو ته وسپارل شول چې وروسته يې بيا جنازې هم وشوې.

ياده دې وي چې د پاکستان هوايي شرکت پي ای اې يوه الوتکه د دسمبر پر اوومه نېټه له چتراله و اسلام اباد ته د تلو مهال د اېبټ اباد په حویلیا کې راپرېوته چې په کې ناست ټول ۴۸ کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG