د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ناموسي وژنې ورځ تر بلې زیاتېږي


غزاله جاوېد هم په ۲۰۱۲م کال خپل خاوندې وژلې وه
غزاله جاوېد هم په ۲۰۱۲م کال خپل خاوندې وژلې وه

د پاکستان بشري حقونو کمیشن وايي، په پاکستان کې په تېرو درو کالونو کې د ناموسي وژنو شاوخوا دوه زره پېښې رپورټ شوې دي.

د ایچ ار سي پي مشره زهره یوسف وايي، ناموسي وژنې د پخوا په پرتله زیاتې شوې دې او سږ کال تر ټولو زیاتې له خیبر پښتونخوا او پنجابه رپورټ شوې دي.

''د ناموسي وژنو تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې رپورټ شوې دي، البته په بلوچستان کې د میډیا لږ رسد له وجې له هغه ځایه موږ ته پوره راپورونه نه دي راغلي. پخوا به د ناموسي وژنو پېښې له کلیوالو سیمو رپورټېدلې خو اوس دا د پېښور، لاهور، ایبټ اباد، ملتان او کراچۍ غوندې ښارونو کې ډیرې مخې ته راځي.''

په سوات کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکې ادارې (دې اوېکنینګ یا اګاهي) په دا ورستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې سږکال له جنورۍ تر جولاييپورې یواځې په سوات کې ۲۹ ښځې وژل شوې دي. بلخوا په اکتوبر کې په لومړي ځل په سوات کې یک یو تن د خپلې مېرمنې وژلو په تور ونیول شو.

د ښځو حقونو لپاره کارکونکې اداری ؛خویندو کور؛ مشره مریم بي بي وايي،

''په پاکستان او په ځانګړی توګه په خیبر پښتونخوا کې د قوانیو نه عمليکېدو له وجې ناموسيوژنې او د ښځو پرضد د تشدد پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي.''

سږ کال په اکتوبرکې د پاکستان حکومت د ناموسي وژونو ضد قانون منظور کړ.

''پاکستان تحریک انصاف او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې نګینه خان بیا وايي: (دوی دا مهال د ښځو حقونو خونديکولو لپاره پر هغه بل بیا کار پيل کړی دی چې په دا ورستیو کې اسلامي نظریاتي کونسل ته د مشورې لپاره د لېږلو وروسته رد شوی وو.''

سږکال په جولايي کې یوه پاکستانۍ نژاده بریتانوۍ سمعیه شاهد په مبینه توګهد ناموسي وژنې ښکار شوه او هم په دغه میاشت کې په ټولنیزه میډیا مشهوره اداکاره قندیل بلوڅ هم د غیرت په نامه ووژل شوه. که څه هم د ګل په ورځ د ملتان ضلعي عدالت د قندیل بلوڅ په مقدمه کې د هغې د ورور پشمول درې کسان په وژنهګرم ګرځولي ول خو د پنجاب ټولنیزو چارو وزیره فرزانه بټ وايي، د مسلم لیګ ن په مشرۍ حکومت د ښځو تحفظ لپاره د وړاندی په څیر نور قوانین هم جوړول غواړی خو ځینې خلک یې سرغړونه کوي.

''د پنجاب حکومت تل د ښځو حقونو لپاره د قوانیو منظورول هڅې کړي دي خو له بده مرغه په دې هېواد کې ډېر خنډونه دي، موږ خو لومړی یوازې سختدریځه کسان په دې برخه کې خنډ ګڼل خو د ښځو تحفظ او حقونو په لار کې د ټولنې ځینې عام سړي هم خنډونه جوړوي، زموږ د ټولنې سړي نه غواړي چې ښځه هم پر مختګ وکړي.''

په پاکستان کې په ۲۰۱۵ م کال کې د ناموسي وژونو څه کم ۱۱۰۰ پېښې رپورټ شوې دي.

XS
SM
MD
LG