د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په لوېدلې الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي


د الوتکې نسکورېدو وروستي مالومات:

د پاکستان ژغورنې ادارې یوه چارواکي لقمان خان مشال راډيو ته وویل د دوی امدادي ډلو تر اوسه د ۲۴ کسان مړي ترلاسه کړي دي.

یو بل عیني شاهد سرور خان وايي د پی ای اې الوتکې په پېښه کې د اکثریت کسانو مړي ټوټې ټوتې ول، له مشال راډيو سره په خبرو کې ده وویل چې له امدادي کارکوونکیو سره یوځای یې د خلکو پښې، لاسونه او د بدن نور غړي راټول کړل خو د ده په خبره د شپې وخت دی او تیاره خوره شوې نو په مرستندویه کارونو کې مشکلات رامخې ته شوي دي. بل دغه غرنۍ سیمه ده له دې وجې هم د مړیو موندل ګران شوي دي.

د چارشنبې ورځ د پاکستان قامي هوايي کرښې (پي ای اې) يوه الوتکه په ايبټ اباد کې لوېدلې ده.

چارواکي وايي په الوتکه کې ۴۲ تنه مساپران او پنځه تنه عمله سپاره ول چې له چتراله و اسلام اباد ته تلله.

رویټروز خبري اژانس د خیبر پښتونخوا چارواکیو له خولې وايي چې د الوتکه نسکورېدو په پېښه کې ښايي هېڅوک هم ژوندی نه وي پاتې.

د پاکستان سرکاري ټي وي چېنل کره کړې چې له چتراله و اسلام اباده ته تلونکې د پي ای اې یوه الوتکه د ایبټ اباد له حوېلیان سره نسکوره شوې او وايي چې په دغه الوتکه کې سندرغاړی جنېد جمشېد چې اوس تبلیغي شوی دی له خپلې مېرمنې سره یوځای مړ دی.

سردار بهادر خان چې د فیختنر ګروپ یو کارکوونکی دی، له چتراله له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په لوتکه کې د ده همکاران او ملګري سپاره ول. دی زیاتوي په هم دغه الوتکه کې یې د تلو نیت وو خو د ځینو دفتري غونډو له کبله یې تګ وځنډاوه.

بهادر خان وايي چې په الوتکه کې درې تنه بهرنیان چې یو یې جرمنی، بل چینايي او درېیم د اسټرایا وګړی وو سپاره ول.

دغه الوتکه د ماسپښین په درو بجو له چترال هوايي ډګره الوتې او د اسلام اباد بېنظیر بوټو هوايي ډګر ته په لاره وه چې د خیبر پښتونخوا له اېبټ اباد سره نېږدي د حوېلیا په غرنۍ سیمه کې نسکوره شوه.

XS
SM
MD
LG