د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې افغان استادان له خپله حکومته حقوق غواړي


پاکستان میشتو افغان استادانو په اسلام اباد کې سږ کال جولايي کې د خپل هېواد له سفیر سره هم لیدلي ول.
پاکستان میشتو افغان استادانو په اسلام اباد کې سږ کال جولايي کې د خپل هېواد له سفیر سره هم لیدلي ول.

په پاکستان کې د افغان سکولونو او کالجونو مدیران وايي چې د افغانستان حکومت ورسره وعده کړې وه چې ورپېښې ستونزې به یې زر تر زره هواروي او چې کوم حقونه په افغانستان کې مدیرانو او استازانو ته ورکړل کيږي نو هغه به دوی ته هم ورکوي.

په پاکستان کې د افغان ښوونځيو د مديرانو د شورا رئيس نور حبيب حبيب مشال راډيو ته وويل چې د دوی یوه پلاوي د اګست په یودېرشمه نېټه په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره ولیدل او څلور غوښتنې يې ورته وړاندې کړې. لومړنۍ د معلمينو د حقونو په باب وه، دويمه د مکتبونو راجسترولو مسله وه، درېيمه معليمينو ته د ځمکو ورکول او څلورمه د ماليي مسله وه. نو ولسمشر اړونده چارواکیو ته امر ورکړ چې زر تر زره دې د استادانو دا ټولې ستونزې هوارې کړي.

د نوموړي وینا وه چې په نومبر کې يې په کابل کې د اړونده ریاستونو [محکمو] چکرې ووهلې خو تراوسه يې یوه غوښتنه ونه منل شوه نو په دې خاطر سبا د زيارت پرورځ به په اسلام آباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال سره د ېو پلاوي په صورت کې ويني او خپلې غوښتنې به ورته تکراروي،

د نورحبيب په وېنا چې دا مهال په پاکستان کې ېو سل اوه نوي (۱۹۷) افغاني سکولونه او لېسې دي چې پکې د دوه نيمو زرو نه زيات استادان زده کونکو ته درس ورکوي.

په پاکستان کې د افغاني ښوونځيو د مديرانو د شورا پخوانې رئيس احمد زبير وايي چې معليمينو ته ځمکه ورکولو لړ کې يې چې کله د مهاجرينو وزارت سره تماس ونيولو نو ورته وويلې شو چې په پاکستان کې دې د افغانستان سفير سره تماس ونيسۍ نو په دې خاطر د زيارت پر ورځ به د نوموړي سره ملاقات کوي چې ورسره همکاري وکړي.

مشال رېډيو چې کله د استازانو او مديرانو دې غوښتنو پحقله په اسلام آباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال سره تماس ونيولو نو نوموړي فقط دومره وويل چې د دوي د ستونزو حل لپاره به خپل کوښښونه کوي.

XS
SM
MD
LG