د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنا رباني کر: پاکستان د غني د دوستۍ موقع ضايع کړه


د پاکستان د بهرنيوو چارو پخوانۍ وزېره حنا رباني کر
د پاکستان د بهرنيوو چارو پخوانۍ وزېره حنا رباني کر

د هند په امرتسر کې د دسمبر په څلورمه نېټه د اسيا زړه کانفرنس کې افغان او هندي چارواکیو يو ځل بيا پر پاکستان تورونه پورې کړل چې د ترهګرۍ ضد پاليسې يې په دوه مخيتوب ولاړه ده. اسلام اباد دا تورونه ردوي.

د پاکستان بهرنيوو چارو پخوانۍ وزېرې حنا رباني کر له مشال ريډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وويل چې کله د ولسمشر حامد کرزي پرځای د واک چارې نوي ولسمشر محمد اشرف غني سمبال کړې نو پاکستان ته د سفرونو په کولو سره يې د طالبانو ختمولو په خاطر د ښو اړيکو تمه درلوده خو اسلام اباد د ترهګرو په ځپلو کې پاته راغلی.

''کابل زموږ لپاره د نړۍ تر ټولو مهمه پلازمېنه وه. ما دا څو ځل ويلي دي. موږ کابل د ځان لپاره تر ټولو مهمې پلازمېنې جوړولو لپاره ډېر زيات محنت کړی وو. دې حکومت څه وکړل؟ هغه موقع يې ضايع کړه چې ولسمشر اشرف غني له ځان سره راوړې وه. زه فکر کوم د ولسمشر غني له منتخبېدو سره نوموړي هر هغه څه له ځان سره راوړل چې پاکستان يې غوښتنه کوله. خو موږ دغه موقع له لاسه ورکړه.''

د لاس پوڅو وسله والو ډلو د استعمال وخت تېر شوی. بايد په سيمه کې د جګړې سيالې پر اقتصادي همکاريوو بدله شي

​نو له افغانستان سره د ښو اړیکو دغه چانس چې حنا رباني کر یاد کړ پاکستان ولې له لاسه ورکړ؟ د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې پخوانی مشر اعجاز خټک وايي د کابل او اسلام اباد اړيکې ځکه چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره د دغه هېواد له پوځ سره ده او د پوځ سوچ تر جګړو مخکې نه ځي. د هغه په خبره پاکستان بايد د افغان وسله والو ډلو پر ځای افغان دولت سره اړيکې ولري.

''بدبختي دا ده چې پاکستان د اقتصادي او تجارتي اړيکو پر ځای د مجاهدينو او بيا د طالبانو سره په همکاريوو سره خپله پالېسې پر مخ بېولې ده. اوس چې نوی پوځي مشر راغلی نو د بدلون تمه ځکه نه شته چې پاليسيانې د يو کس په تګ يا راتګ نه بدلېږي.''

خو حنا رباني کر وايي پوځي استبليشمېنټ ته په بهرنۍ پاليسۍ کې د ګوتو وهلو موقع تر یوڅه ځایه د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف ورکړې ځکه چې هغه تر اوسه د بهرنيوو چارو وزير نه دی ګمارلی. خو تمه لري که د پاکستان او افغانستان په ګډون سيمه په اقتصادي همکاريوو بدله شي نو د دې په اند دا ناندرۍ به ختمې شي او په سيمه کې به امن راشي.

ولسمشر محمد اشرف غني او جنرل راحېل شريف
ولسمشر محمد اشرف غني او جنرل راحېل شريف

حنا رباني کر زياتوي: ''د لاسپوڅو وسله والو ډلو وخت ځکه ختم دی چې تر ګټې يې نقصان ډېر دی. پاکستان د دې کار نتيجه ولېدله خو اوس زه فکر کوم چې موږ له هغې دور څخه راوتې يو. هره مرسته چې موږ کولی شو بايد له افغان وروڼو سره يې وکړو. زه به افغانستان ته هم ووايم چې کومه لار دوی خپله کړې، سمه نه ده. پاکستان بايد افغانستان اوسنی حالت ډېر جدي واخلي. خو افغان حکومت هم بايد پر ګاونډيو د تورونو پورېکولو پرځای مسايلو ته منطقي او ستراتيژيک حل راوباسي.''

لکه حنا رباني کر چې وویل په افغانستان کې د لاسپوڅو ډلو پرځای باید له هغه هېواد سره نورې مرستې وشي همدا خبره په افغان پارليمان کې د نړيوالو اړيکو کمېټۍ غړی ارين يون کوي. دا وايي که پاکستان له افغانانو مينه غواړي نو د ترهګرو ډلو د ملاتړ پر ځای دې د هند په شان د بيا رغونې لپاره مرسته وکړي.

((لکه څرنګه چې موږ پاکستان ته نه وايو چې کوم هيواد سره څومره او څنګه اړيکې وساتي، دغسې بايد دوی هم موږ ته ونه وايو. د خلکو زړونه خو داسې نه ګټل کيږي چې په خپله خاوره د افغانانو قاتلين وساتي. پاکستان همېشه دوه مخې پاليسې کړې. په یوه خوله د همکارۍ خبرې کوي خو د طالبانو له ملاتړ لاس نه اخلي.))

هند کې د افغانستان په اړه د اسيا زړه کنفرنس
هند کې د افغانستان په اړه د اسيا زړه کنفرنس

هند په داسې حال کې د اسيا زړه کانفرنس کې له افغانستان سره د نظامي همکارۍ ترڅنګ د نورو مرستو ژمنه وکړه چې وار دمخه په هغه هېواد کې د ميليونونو ډالرو په ارزښت پروژې پرمخ بيايي خو پاکستان بیا په افغانستان کې د هند پر [اثر رسوخ] خپګان ښودلی دی. کابل د اسلام اباد خپګان بېځایه بولي او دا تور پورې کوي چې له افغان طالبانو سره د مرستې په کولو سره په افغانستان کې ترهګرۍ ته لمن وهي. خو اسلام اباد بیا پر کابل دا تور پورې کوي چې پاکستاني طالبان يې له خاورې حملې کوي.

افغان چارواکي وايي دوی خپله د پاکستان میشته حقاني نېټورک او د کوټې شورا طالبانو د ترهګرۍ ښکار دي. دوی په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن او په بلوچستان کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل د دلېل په توګه يادوي.

XS
SM
MD
LG