د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ازربایجان د رسنیو ازادۍ له محدودولو دې لاس واخلي"


د بې پولې خبریالانو سازمان په ازربایجان کې د دریو خبریالانو تر نیول کېدو او ځورونې وروسته د دغه هېواد له چارواکو غوښتي چې د رسنیو د ازادۍ له محدودولو دې لاس واخلي.

د بې پولې خبریالانو د سازمان یوه ویاند یوهان بیهر ویلي چې د ازربایجان چارواکي تر دې اندازې په ځان باوري دي چې زحمت نه باسي څو له خبریالانو د پوښتنې او پلټنې لارې بدلې کړي.

د ازربایجان چارواکو تېره اوونۍ د Azei.tv ویب پاڼې مدیرمسوول افګان صادقوف ونیوه او پر هغه یې پر یوې ښځې د حملې تور پوري کړ.

د کانال ۱۳ ویب پاڼې د خبریال تیمور کریموف په نیولو کې هم ورته پلمه کار شوې ده.

د حکومت د سیاسي مخالفانو خبریال زمین ګاجي چې د یني مساواتو ورځپاڼې لپاره یې کار کاوه په دې خاطر نیول شوی چې په فیسبوک کې يې یوه لیکنه کړې وه او ویلي یې و چې حکومت د څلورو ښکاره وژنو په تحقیق کې پاتې راغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG