د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخواني امریکايي سرتیري بوبرېګډال د بښنې خواست وکړ


په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د بو برېګډال یو انځور
په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د بو برېګډال یو انځور

د بوبرېګډال په نوم هغه امريکايي پوځي چې په ۲۰۰۹ کال کې يې افغانستان کې خپله پوسته پریښی وه، له ولسمشر براک اوباما څخه د هغه د معاف کولو غوښتنه کړې ده.

وايټ هاوس پرون تاييد کړه چې بو برېګډال مخکې تر دې چې منتخب ولسمشر ډونلډ ترمپ د جنورۍ په شلمه واک ترلاسه کړي، دا غوښتنه کړې ده.

د امریکا دغه پخواني سرتري په داسې حال کې دا غوښتنه کړې چې د جنورۍ په شلم تاريخ به نوی منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ولسمشر په حیث کار پيلوي. ټرمپ د بو برېګډال په اړه د کمپاين پر مهال ويلي وو چې دغه سرتیری يو غدار دی او پکار ده چې سزا وويني.

نوموړي د دغه امریکايي سرتیري د راخوشي کولو لپاره په ۲۰۱۴ کال کې د افغان طالب بنديانو په خوشي کولو هم نيوکه کړې وه.

پر برېګډال په کورټ مارشل کې مقدمه روانه ده او ممکن د عمر قيد سزا ورته وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG