د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د معذورانو نړيواله ورځ ولمانځل شوه


د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نن د معذورانو د نړيوالې ورځې په مناستب چارواکو د معيوبه خلکو د ژوند د ښه کولو وعدې او معيوبو کسانو د خپلو حقونو غوښتنې وکړي.

پاکستان کې د معذوره کسانو لپاره کارکوونکې وايي چې خوا او شا دري کروړه خلک لږه يا ډېره معذوري لري. په دوی کې ډير يې د پوليو وايرس او ځيني يې د جګړو له وجې معذوره شوې دي.

د کورمې يو معذور تن نن مشال ريډيو ته وويل چې په ۲۰۱۱ کال کې يې په يوه چاودنه کې دواړه پښې غوڅې شوې. د هغه په خبره خو بيا يې هم خپل تعليم جاري ساتلی دی.

پېښورکې افشار افريدي د پوليو وايرس له وجې په پښه ګوډه شوې ده. هغه وايي که خلک ورسره مرسته وکړي نو معذوره خلک په ټولنه بوج نه جوړيږي. ((موږ ته خو ځيني وخت بس هم نه ودريږي. دوی وايي د معذوره کسانو سره په تکليفيږي. خو زه وايم که د نورې دنيا په شان د ژون سهولتونه راته برابر شي نو معذوره کسان کولی شي د ټولنې په پرمختګ کې پوره رول ولوبوي.))

ګوزڼ وهلې ابشا اپرېدۍ حکومتي پاملرنه غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

بلخوا د بلوچستان وزيراعلی نواب ثناالله زهري نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې معذورانو ته په سرکاري ادارو کې د دوه فیصدو برخې ورکولو اعلان به عملي کوي. حکومت د ګوډانو او فلج خلکو لپاره سايکلونه ورکول کيږي.

خو کويټه کې معذوره خلکو نن خبريالانو ته وويل چې حکومت خپلې وعدې نه پوره کوي. دغه ښار کې د معذورانو د اتحاديې مشر سميع الله يوسفزي نن مشال ريډيو ته وويل چې حکومت دوه کاله مخکې د سايکلونو د ورکړې ويلي وو خو دغه کار تر اوسه نه دی شوی.

((حکومت موږ سره هسې ټوکې کوي. معذوره خلک هيڅ نه لري. نه ورته روزګار ورکول کيږي او نه هم د تګ راتګ لپاره کومه وسېله. موږ سره يې د وېلچېر او سايکلونو وعدې کړې وي خو تر اوسه هيڅ شی نه دي راکړل شوي. اعلانونه کيږي خو عمل نشته. دوی غواړئ چې موږ پر سړکونو سوال او فقر وکړو. معذوره خلک د سوال لپاره نه دې پيدا!))

عطا محمد ملاخېل يو بل له حکومته ګيله من معذوره کس دی. هغه نن مشال ريډيو ته وويل چې په سرکاري محکمو کې ورته هغه دندې هم نه ورکول کيږي چې حکومت د معذوره خلکو لپاره بېلې او ځانګړې کړې دي. هغه زياته کړه: ((څو ځل مو د خپل حق لپاره احتجاج وکړ خو حکومت زموږ غوښتنو ته پام نه دی کړی.))

په بلوچستان کې د معذورانو نړیواله ورځ ولمانځل وشوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:15 0:00

XS
SM
MD
LG