د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې د هرات له زندانه ۵۶ زندانیان خوشي شول.
د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ د محابسو ریاست څارنوال جمشید سلجوقي مشال راډيو ته وویل چې په خوشي شویو زندانیانو کې درې ښځې هم شاملې دي.
د نوموړي په خبره دغه کسان د عادي جرمونو له کبله بندیان شوي وو.
تردې وړاندې هم د یوشمیر ځانګړو ورځو په مناسبت زندانیان له بنده خوشي شوي خو یوشمیر ادعا کوي چې دغه فرمانونه په عالانه توګه نه پلي کیږي.