د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړې دي


د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره پر دوه اړخیزو اړیکو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال نن(شنبه) په دې اړه مشال راډيو ته وویل.

“دوی د ترهګرۍ په څرګنوالي باندې چې یوشمیر هېوادونه لاهم د ترهګرۍ ملاتړ کوي په دې هم خبرې شوي دي، همدارنګه د افغان امنیتي قواو وړتیاوې ستایل شوي دي او د امریکا نوي ولسمشر ژمنه کړې چې دوی به د افغان ځواکونو تجهیز او روزنې په برخه کې هڅې زیاتې کړي.”

په همدې حال کې د ټرمپ ډلې ویلي دي چې دواړو مشرانو د جمعې په ورځ په ټیلفون خبرې کړې دي او دوی ژمنه وکړه چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې به له نژدې همکاري کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG