د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېري: د شام کړکېچ حل لارې لټوو


د امريکا د بهرنيو چارو وزيرجان کېري وايي، امريکا او روس د دې لپاره پر نويو لارو چارو غور کوي چې د شام په حلب کې د جګړې درولو پر سر د رامنځ ته شوي ډپلوماټیک کرکېچ په هوارولوکې مرسته وشي.

جان کېري دا څرګندونې د جمعې په ورځ ناوخته په ايټاليا کې له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره تر کتنې وروسته کړې دي.

نوموړي خبريالانو ته وويل: ”موږ په خپلو کې نظرونه تبادل کړل، د بلې اوونۍ په پيل کې به په جنيوا کې بيا غونډه ولرو، وبه وګورو چې دا نظريات کومه نتيجه ورکوي؟“

ده وويل دواړو لوريو ته دا مهمه ده، چې په دې برخه کې ډيپلوماتيکې هڅې دوام ولري.

د روس د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف يوه کنفرانس ته وويل ”د شام شخړه پوځي حل لار نه لري.

په همدې حال کې د شام لپاره د بشري حقونو د څار ادارې پرون وويل، چې هلته حکومتي ځواکونو د عملياتو له پيله راهيسې د حلب ښار نيمايي برخه نيولې ده.

د حلب ښار د بېرته نيولو لپاره دغه عمليات څه باندې دوې اوونۍ مخکې پيل شوي وو. روس د دې عملیاتو ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG