د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان نیکولسن: په افغانستان کې مو پر داعش پراخ بریدونه کړي


په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي کومندان جنرال جان نیکولسن وايي ، امریکا چې کومې اته نوي ترهګرې ‌ډلې تشخیص کړې دي په هغوی کې شل په افغانستان او پاکستان کې فعالې دي.

جان نیکولسن دا خبره د جمعې په ورځ د امریکا په دفاع وزارت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې ده.

جنرال جان نیکولسن په عین حال کې وویل چې ایران او روس په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته مشروعیت ورکوي. د ایران او روس له خوا تر اوسه په دې اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG