د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې تر زرو زیات افغانان وژل شوي


يوه څېړنيزه اداره وايي د شام په جګړه کې تر زرو زيات هغه افغانان وژل شوي دي چې د دوي په وینا د ايران له خوا د جنګ لپاره لېږل شوي وو.

د منځنۍ اسيا د چارو څارونکې او څېړنيزه اداره ميمو (MEMO) په خپل پروني راپور کې ويلي چې دغه افغانان د شام د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ په جګړه کې وژل شوي دي.

په رپوټ کې ويل شوي چې له دغو افغانانو سره ژمنه شوې وه چې د مياشتې به پنځه سوه ډالره معاش او په ايران کې د استوګنې اسناد ورکول کېږي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې په خپل يو رپوټ کې ويلي وو چې له ٢٠١٣م کال راهيسې ايران، په زرګونو افغانان په غيرقانوني ډول د شام جنګ ته لېږلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG