د لاسرسي ځای

په بلوچستان کې د ګیس رسولو پر پروژې کال پیل شوی


د بلوچستان حکومت وايي، پر یوې پروژې یې کار پیل کړی چې د صوبې یو شمېر برخو ته ګیس ورسوي.

د ځنګلونو صوبايي وزیر عبېد الله جان بابت تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، د لورالايي او موساخېل په ګډون یې یو شمېر سیمو ته د ګیس رسولو منظوري ورکړې ده:

((موږ د صوبايي حکومت وزیراعلا ته ویلي ول چې زموږ ځنګلاتو ته لوی نقصان رسي. [حکومت] د ځنګلاتو د بچاو لپاره اوس په هر ښار کې پلانټونه لګوي او ګردو خلکو ته به د پایپونو په ذریعه ګیس رسول کېږي.))

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې له کوټې، پښين او زیارت پرته په نورو ضلعو کې ګیس نشته او خلک ګیله من دي چې د خپلې صوبې له ګیسه بې برخې دي. بابت زیاته کړه چې بېلا بېلو ضلعو ته د ګیس رسولو پر پروژې به په یوه میاشت کې دننه کار پیل شي.

XS
SM
MD
LG