د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۴۳م تلین لمانځل کېږي


نن له برتانیا څخه د هند ازادۍ او د پښتنو خپلواکۍ مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۴۳م تلین لمانځل کېږي.

عبدالصمد خان اڅکزی په ۱۹۰۷ز کال کې زېږېدلی وو او له واړه عمره یې د ازادۍ مبارزه پیل کړې وه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر او پخواني سېنېټر عبدالروف خان په وینا، اڅکزي په سیمه کې د افغانانو – پښتنو قامي ازادۍ او پر خپلو وسایلو د خپل اختیار لپاره مبارزه پیل کړې وه چې له کبله یې د ژوند ۳۳ کاله په زندان کې تېر کړل.

د ۱۹۷۳ز کال د ډېسېمبر د دویمې پر سهار وختي، د عبدالصمد خان اڅکزي پر کور د لاسي بمونو برید وشو چې پکې نوموړی ووژل شو او له هغه وخت راهیسې د خان شهید په نوم یادېږي.

تر اوسه معلومه نه شوه چې نوموړی چا او ولې وژلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG