د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د ښار پاکولو سل ورځنی کیمپېن پیل شوی


متحده قامي موومنټ او د کراچۍ ښاروال د ښار پاکولو سل ورځنی کیمپېن پیل کړی دی.

د پنجشنبې په ورځ د ګوند مشرانو او ښاروال وسیم اختر د درې میاشتیني کیمپېن پیل پر وخت رسنیو ته وویل، دوی په دې کار کې د نورو سیاسي ګوندونو ملاتړ ته اړتیا لري.

اختر تېره ورځ د جماعت اسلامي دفتر ته تر ورتګ وروسته خبریالانو ته وویل، د ټولو سیاسي ګوندونو دفترونو ته ورځي چې خپل کیمپېن بریالی کړي.

ده زیاته کړه، د کراچۍ اوسېدونکي هم اوس کار نه غواړي بلکې وايي، کوڅې او سړکونه دې له ناولتوبه پاک کړل شي.

له یو اټکل سره سم، په کراچۍ کې هره ورځ شاوخوا ۱۵ زره ټنه کثافت اچول کېږي چې له کبله یې د ښار په زیاتره برخو کې کثافت ښکاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG