د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان امنیت اړه په هند کې د اسیا زړه غونډه کېږي


ټاکل شوې چې د اتوار پر ورځ په هند کې د اسیا زړه – استنبول بهیر شپږمه غونډه پیل شي چې پکې به د افغانستان پر امنیت او ثبات بحث کېږي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند خیر الله ازاد بېګا مشال راډیو ته وویل، په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان ننګونې څېړل کېږي او د هغوی هواري لارې به لټول کېږي.

په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي د چارشنبې پر ورځ وویل، د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې ښايي پر سیمه ییز کچ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ستراتيژي منظوره شي.

تمه ده افغان ولسمشر او هندی وزیراعظم هم کنفرانس ته وینا وکړي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وویل، د وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار هم امرتسر ته ورځي ځکه چې دا غونډه د افغانستان په اړه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG