د لاسرسي ځای

تازه خبر

چخانسوري: افغان ولسمشر د رسنیو پر ضد خبرې نه دې کړې


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر په خپله وروستۍ وینا کې د رسنیو ضد خبرې نه دي کړې.

پر ټولنیزو رسنیو په یوه خپره شوې ویډیو کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني بلخ ته په وروستي سفر کې ویلي:

((ټېلېوېژنونه یوې خوا ته پرېږدئ، پرېږدئ چې له هغوی باد ووځي، له تاسو بم ووځي.)) خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بېګا مشال راډیو ته وویل، ولسمشر هغه اشخاص یاد کړي ول چې د حکومت نسکورېدو خبرې یې کولې:

((له رسنیو تمه لرو چې مسلکي چلند وکړي. ښه ده چې ویناوې بشپړې واورو. ټوله جمله په نظر کې ونیسو. که له منځه څه واخلو او پیل او پای یې سم مطالعه نه کړو نو ریښتیا هم خپله معنا له لاسه ورکوي. په دې مسله کې هم دقیقاً همدا کار شوی. ولسمشر په دې وینا کې د رسنیو او د هغوی کار په اړه څه نه دي ویلي.))

د پنجشنبې په ورځ د رسنیو د ملاتړ ځېنو ډلو له ولسمشر غني څخه غوښتنه وکړه چې د خپلې وینا په اړه بښنه وغواړي.

XS
SM
MD
LG