د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبیدالله بابت: د لورالايي په ګډون یوشمېر سیمو ته ګېس منظور شو


د بلوچستان د ځنګلونو او ژویو وزیر عبیدالله جان بابت
د بلوچستان د ځنګلونو او ژویو وزیر عبیدالله جان بابت

پراګ: د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې یو شمېر ضلعو ته د ګېس ورکړه منظوره شوې ده او ډېر ژر به یې پر پروژه کار پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د یادې صوبې خلک وايي ، کوم ګېس چې د دوی په صوبه کې پیدا کېږي هغه د ملک په نورو برخو کې کارول کېږي خو دوی ترې بې برخې دي.

په پښتون میشتو سیمو کې د کوتې، پښېن او زیارت پرته ګڼې نورې سیمې لا هم د ګېس له اسانتیا بې برخې دي.

د دې سیمو خلکو بیا بیا د ګېس غوښتنې لپاره احتجاجونه هم کړي دي.

د بلوچستان ځنګلونو او ژویو وزیر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي مخکښ عبیدالله جان بابت مشال راډیو ته وویل چې د لورالايي او موساخېلو په ګډون یې د یو شمېر سیمو لپاره د ګېس ورکړه منظوره کړې ده.

د پلوچستان په سويي کې پیدا کېدونکی ګېس د پاکستان تر نورو برخو رسول شوی دی خو د دغه صوبې د بلوڅانو پښتنو ګڼې سیمې لا هم ور څخه بې برخې دي.

هغه وویل، د دې لپاره یې د پیټرولیم او قدرتي سرچینو له وفاقي وزیر جام کمال خان سره لیدلي ول او هغه ته یې په خپله سیمه کې د ګېس اړتیا او د خلکو غوښتنه ور یاد کړې وه.

نوموړي زیاته کړه چې اوس به د لورالایي او موساخېل په ګډون د صوبې په یو شمېر ښارونو کې د ګېس پلانټونه لګول کېږي او له هغه څخه به خلکو ته د نللیکې (پایپلاین) په وسیله ګېس ورکول کېږي.

عبیدالله جان بابت وویل چې پر دې پروژه به په یوه میاشت کې دننه کار پیل شي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د لورالايي استازي او د جمعیت علماء اسلام (ف) مخکښ مولانا امیر زمان هم د دې خبرې پخلی وکړ چې وفاقي حکومت د دوی سیمې ته د ګېس ورکولو منظوري ور کړې ده.

مولانا امیر زمان وویل چې په دې پروژه کې به له یوه ښاره تر بله پایپ نه غځول کېږي بلکې د هر ښار لپاره به هلته د ګېس زېرمه جوړېږي او بیا به د نورو ښارونو غوندې په منظمه توګه کورونو ته په پایپونو کې ورکول کېږي.

هغه وویل چې په دې کې د لورالايي، موساخېل او د زیارت د سنځاوۍ تحصیل تر څنګ یوشمېر نورې ضلعې هم شاملې دي.

بل پلو د بلوچستان د پلان جوړونې وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې د کلا عبدالله لپاره هم د ګېس منظوري ورکړل شوې ده چې له پښېنه به ورغځول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د پلوچستان په سويي کې پیدا کېدونکی ګېس د پاکستان تر نورو برخو رسول شوی دی خو د دغه صوبې د بلوڅانو پښتنو ګڼې سیمې لا هم ور څخه بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG