د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ملي اردو په بلخ ولایت یو جلعکار ونیولو


له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې د سردار زمري داود په نوم يو جعلکار یې د هېواد يوشمېر شمالي ولايتونو ته د سفر پر مهال د ملي امنيت شورا له نامه د ناوړه ګټې اخیستو په تور نیولی دی. خبرپاڼه وايي، چې د ملي اردو ځواکونو له لوري نیول شوي کس خپلځان د یوه پلاوي استازی معرفي کړی و.

خبرپاڼه کې راغلي چې له هغه پلټني روانې دي او په دې لړ کې یې د هېواد ملي امنیت شورا دفتر له لوري، ټولو امنیتي او ملکي ادارو ته خبر ورکړل شوی، چې له رسمي خبرتیا پرته پر دغسې مشکوکو اشخاصو باور و ـ نه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG