د لاسرسي ځای

غزني: د يو قومندان په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي


په غزني کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ریحان په نوم د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي دي.

د غزني امنیه قوماندان امین‌الله امرخېل مشال راډیو ته وویل چې یاد مخالفین د چارشنبې ورځ د ابند ولسوالۍ په بزک کلي کې د ګډو ځواکونو د کمین په نتیجه کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي، په یاده پېښه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه‎ده اوښتې خو د ۱۸ طالبانو د وژلو او نهو د ټپي کېدو خبره کوي.

XS
SM
MD
LG