د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې بند سکولونه خو پرانیزئ


په کورمه ايجنسي کې د تعلیم یافته ځوانانو یو شمېر تنظیمونو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په سیمه کې بند یو شمېر سرکاري سکولونه دې بېرته فعاله کړي.

د دوی په خبره، په سیمه کې تر سلو پورې سرکاري سکولونه په جنګونو او پوځي عملیاتو کې تر تباه کېدو وروسته له کلونو راهیسې بند پراته دي.

"حکومت دې خپلې ژمنې پوره کړي". محمد یوسف

د کورم سټوډنټس ارګنایزیشن یو غړي محمد یوسف مشال راډیو ته وویل حکومت دې له هغو خلکو سره د تعلیم په لړ کې خپلې ژمنې پوره کړي چې خپلو سیمو ته واپس شوي دي خو سکولونه یې لا هم ړنګ او غیر فعاله دي.

" ځیني سکولونه جوړ دي خو تعلیم پکې نه ښودل کیږي" صفي الله

د بنګش سټوډنټس سوسایټي مشر سفي الله مشال ریډیو ته وویل، په کوزه کورمه کې یو شمیر سرکاري سکولونه داسې دي چې ودانۍ یې بیرته جوړې کړل شوي دي خو بیا هم پکې تعلیمي سلسله نه ده روانه کړل شوی.

د مسوزو سټوډنټس فیډریشن یو مشر پټان عبدالخالق مشال ریډیو ته وویل، په منځني کورمه کې د تعلیم يوازینۍ لاره سرکاري سکولونه دي،خو زیاتره ښونځي د جنګونو او پوځي عملیاتو په وخت ړنګ شوی دي چې تراوسه نه دي جوړ کړل شوی.

پټان عبدالخالق زیاته کړه، په سیمه کې د ماشومانو تعلیم متاثره کیږي خو حکومتي چارواکو ته هیڅ پرواه نشته چې د دوی د تعلیم په لړ کې موجودې ستونزې حل کړي.

" په کومو سیمو کې چې امن بحال کړل شوی هلته د تعلیم لپاره هلې ځلې کوي." ازاد خان

ایډیشنل ایجنسي ایجوکیشن افسر ازاد خان مشال ریډيو ته وویل، په کومو سیمو کې چې امنیت بحال کړل شوی دی او خلک ورته ورغلي دي، هلته دوی کوشش کوي چې تعلیمي هلې ځلې بیا شروع او سکولونه اباد کړي.

ازاد خان وویل، په زیاترو سیمو کې سکولونه په موقتي توګه په خېمو کې پرانستل شوي دي. نوموړي زیاته کړه په کومو سیمو کې چې د ماشومانو شمېر برابر شي نو هلته ورته دوی د سکول ودانۍ جوړوي.

د تعلیم محکمې شمېر ښيي، په کورمه کې ۶۰۰سرکاري سکولونه دي چې پکې تر سلو پورې ښوونځي د جنګونو او پوځي عملیاتو په وخت زیان من شوي دي.

په سیمه کې د ۲۰۰۷ م کال نه تر ۲۰۰۹ م پورې د فرقه یزو نښتو سربېره دوسله والو طالبانو خلاف پوځي عملیات د ۲۰۰۹ م کال راهیسې روان دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG