د لاسرسي ځای

د پاکستان حکومت له جاپان او یونیسېف سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې د ګوزڼ خطر لرونکیو سیمو نېږدې درې میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد ستنې لګول کېږي

د پاکستان روغتیا وزارت وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله یې په هېواد کې د ګوزڼ ناروغي ۸۲ فیصده راټیټه شوې ده او زیاتوي چې سږ کال د ګوزڼ وهلیو اتلس پېښې مخې ته راغلي دي او یو کال وړاندې (۲۰۱۵) یې شمېره پنځوس وله خو په ۲۰۱۴م کال کې ۳۰۶ ماشومان ګوزڼ وهلي ول او دا په تېرو څه باندې اتو کلونو کې تر ټولو زیاتې پېښې وې.

صوبې۲۰۱۶۲۰۱۵۲۰۱۴۲۰۱۳۲۰۱۲۲۰۱۱۲۰۱۰۲۰۰۹
خیبر پښتونخوا

۸

۱۷

۶۸

۱۱

۲۷

۲۳

۲۴

۲۹

فاټا

۲

۱۶

۱۷۹

۶۵

۲۰

۵۹

۷۴

۲۰

بلوچستان

۱

۷

۲۵

۰

۴

۷۳

۱۲

۱۱

سیند

۷

۱۲

۳۰

۱۰

۴

۳۳

۲۷

۱۲

پنجاب

۰

۲

۵

۷

۲

۹

۷

۱۷

ګلګت

۰

۰

۰

۰

۱

۱

۰

۰

کشمیر

۰

۰

۰

۰

۰

۰

۰

۰

ټول

۱۸

۵۴

۳۰۶

۹۳

۵۸

۱۹۸

۱۴۴

۸۹

سروې سرچینه: پاکستان له ګوزڼه پاکول (اېنډ پولیو پاکستان)

سږ کال د ګوزڼ اته پېښې له خېبر پښتونخوا ، اووه له سینده، له بلوچستانه یوه او د قبایلي سیمو له جنوبی وزیرستانه دوه رپورټ شوې دي.

د صحت وزارت وايي، د ګوزڼ (پولیو) وایرس خطر لرونکیو سیمو کې نېږدې درې میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ مخنیوي ستنې لګولو لپاره د نهې ورځ د جاپان حکومت او د ملګرو ملتونو ماشومانو څانګې (یونیسف) ترمینځ د څلوېښت کروړو روپیو یو تړون هم لاسلیک شوی دی.

د صحت وزارت او د وزیراعظم هاوس د ګوزڼ مخنیوي مطبوعاتو څانګې یو چارواکي ساجد حسېن شاه ویلي چې د یو ښه حکمتعملۍ پس پاکستان د پولیو په مخنیوي کې کامیابي موندلې ده او هیله ده چې ډېر زر به پاکستان د ګوزڼ له وایرسه پاک وګرځول شي.

د پاکستان صحت وزارت د یو بیان له مخې به د ګوزڼ مخنیوي دا ستنې له څلورو تر درویشت میاشتنیو عمر لرونکیو ماشومانو ته لګول کېږي.

ده وویل چې د جاپان حکومت او یونیسېف ترمینځ تړون تر لاسلیکدو وروسته به اوس د ګوزڼ مخینوي ستنې ماشومانو ته د معمول په وېکسېنېشن کې لګول شروع شي.

د جاپان مرستندویه ادارې د جایکا مشر یسو هیرو توجو د نهې ورځ د پولیو مخنیوي تړون لاسلیکولو پر وخت ویلي دي چې د ګوزڼ مخنیوي په کېسونو کې پاکستان په ریښتیا هم پرمختګ کړی دی. د نوموړي په خبره اوس وخت راغلی دی چې د پولیو وایرس د له مینځه وړلو لپاره حتمي اقدامات وشي.

دا مهال پاکستان، افغانستان او په نایجېریا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې لا هم پکې د ګوزڼ/پولیو وایرس شتون لري.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG