د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیمې هیوادونه دې د ترهګرۍ ضد په مبارزه کې همغږۍ وي


افغان حکومت وايي هيله لري د پاکستان ګډون د سیمې ټول هيوادونه به له افغانستان سره په همغږۍ د ترهګرۍ ضد په مبارزه کې يو ځای واوسي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، افغانستان هیله من دی چې ګاونډي هیوادونه به ورسره له ترهګرۍ ضد جنګ کې په هم آهنګۍ برخه واخلي چې دا راز دا سیمه دایمي سوله او ثبات ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې جنرل قمر جاوید باجوا د پوځ نوی مشر ټاکل شوی او ویل کېږي چې نوموړی به تر ډېره له کابل او نوي ډلي سره د وزیر اعظم نواز شريف د پالیسيو ملاتړ وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG