د لاسرسي ځای

په بلوچستان کې پینځه تنه وسله وال وژل شوي


په بلوچستان کې امنیتي چارواکي وايي له سرحدي عسکرو سره په یوه نښته کې ۵ وسله وال وژل شوي ديـ دا پېښه بېګا ماښام دسیوۍ په تلې سیمه کې رامنځ ته شوه چې پکې سرحدي عسکر په لویه کچه د درنې وسلې نیولو ادعا هم کوي.

په کوټه کې د سرحدي عسکرو ویاند بېګاشپه یو بیان خپور کړی چې وايي دغه وسله وال په سیمه کې په اورګاډو او امنیتي ځواکونو په بریدنوکې تورن وو.

د یادونې وړده چې دسیوۍ په یاده سیمه کې له تیرو لسو کلونوراهیسې بلوڅ بیلتون غوښتونکي د حکومت پر ضد په عملیاتو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG