د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر یو شمېر سیمې اساسي سړکونه نه لري


سره له دې چې د لوګر د ټولګټو جارو ریاست په وینا روان لمریز کال کې يې د سړکونو په برخه کې د (۱۳۰۰) میلیونه افغانیو په قیمت پروژې پلي کړي او د ځنو يې عملي کارونه روان دي، ولې بیا هم د یاد ولایت د ډیریو سیمو خلک وايي، چې ددوی منطقې اساسي سړکونه نلري.

دوی زیاتوي برکي برک، څرخ او خوښۍ ولسوالۍ همدارنګه د ده شخ د چهاراهۍ نه تر څرخ ولسوالۍ پورې له غځیدلو سړکونو چې د لوګر تر نیمايي ډېر وګړي استفاده کوي، لارې او سړکونه يې خراب دي.

د لوګر یو تن مدني فعال وحیدالله عبدالرحیمزی مشال راډیو ته وايي، چې د لوګر په ډيریو سیمو کې هغه سړکونه چې ډېر باارزښته دي او د خلکو پرې ډېره ګڼه ګوڼه ده، له جوړولو پاتې دي همدارنګه د یادو سړکونو په اوږدو کې اساسي پلونه هم نشته، چې د واورو او بارانونو پر مهال د خلکو ستونځې لاپسې ډېروي.

وحیدالله عبدالرحیمزی وايي:

((بعضې داسې لارې دي، چې په هغه کې موټر نشي تللی، خلک نشي پرې تللی، په ژمي او خټو کې خلک لدې لارو خپل ضرورتونه نشي رفع کولی، زموږ غوښتنه داده، هغه لارې چې ډېرې مهمې دي او ډېرې ستراتیژیکې دي، باید د هغو پخول په اساسي ډول باندې همدارنګه ځنې پلونه دي چې د خلکو د تګ او راتګ لپاره ډېر مهم دي، د هغې جوړول هم ډېر ضرور دي.))

د لوګر ولایت یو بل تن اوسیدونکی بیا په یاد ولایت کې د هغو سړکونو نومونه اخلي، چې اساسي جوړولو ته يې اړتیا ده او اړوندې حکومتي ادارې يې بیا جوړولو ته توجه وکړي:

((سیدحبیب الله سادات یم، فواید عامې چې کوم سرکونه جوړ کړي، دا هم د قدر وړ دي، خو هغه سړکونه چې هلته ډېر خلک ورڅخه استفاده کوي، لکه د برکي برک، څرخ، خوښۍ ولسوالي او پدې مرکز کې هغه ته باید توجه وشي، یا د چهارراهي ده شیخ نه پیل تر څرخ ولسوالۍ پورې دا هغه سړکونه دي، چې که فواید عامه، انکشاف دهات یا هر چا پورې اړه لري، دوی باید توجه وکړي، دواړو خواوو دې سړکو کې ۸۵ فیصده خلک دلته میشت دي، دا سړکونه باید خلکو ته جوړ شي.))

که د لوګر یو شمېر اوسیدونکي د دوی سیمو ته د اساسي سړکونو له نشتون شکایت کوي او جوړول يې غواړي، بل لوري ته په سږني لمریز کال کې د فواید عامې لخوا ځنې سړکونه جوړ شوي او په بعضو يې کارونه روان دي.

احمدالله چې د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي، فواید عامې ورته نوی سړک جوړ کړی او پدې سره د دوی د سیمه والو ډیری ستونځې هوارې شوي دي:

((مخکې موږ ډېر مشکلات درلودل، بازار ته به نشو تللی، په لاره کې به مو ډېر مشکلات درلود، خو اوس کله چې فواید عامې موږ ته دا سړک جوړ کړ، نو ډېر مشکلات مو رفع شول، مریضان مو په وخت سره شفاخانې ته رسیدلی شي، همدارنګه کوم میوه جات او سبزیجات چې موږ د زراعت له لارې لاسته راوړو، په خپل وخت سره بازار ته رسیږي.))

د لوګر ولایت د ټول ګټو چارو رییس انجینر عبدالولي رییسي وايي، د سړکونو جوړولو ته يې توجه کړې ده او د ۱۳ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو پروژې لري، همدارنګه یو شمېر نورو سړکونو ته به د نوي لمریز کال په پرمختیايي بودجه کې د فنډ د پیدا کولو هڅې وکړي:

((د یو عشاریه درې میلیارده افغانیو په لګښت باندې په لوګر کې د ټولګټو وزارت پروژې همدا اوس کار پرې روان دی او یا هم ځنې بشپړې شوي دي، د کابل د دویم سړک د اول پېز کار دېرش سلنه تکمیل شوی او شاید په اینده کال کې تکمیل شي، همدارنګه د ولسوالۍ سړکونه مثلاً د خوښۍ نه تر محمداغې پورې سړک ډیزاین بشپړ شویده، شاید کال ته قرارداد ته ولاړ شي، د ازرې سړک ته بودجه منظوره شوې ده، دا هم شاید نوی کال ډیزاین او رغونې ته ولاړه شي.))

د یادونې وړ ده، لوګر د هغو ولایتونو څخه دی، چې د کابل په ګډون د ګڼو ولایتونو سره سرحد لري، کابل ته د ګردیز او خوست عمومي سړک په اوږدو د لوګر له مسیره تیریږي.

XS
SM
MD
LG