د لاسرسي ځای

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار وايي، چې له چارشنبې به له پاکستانه د راجستر افغان کډوالو خپل هېوادو ته د لېږلو لړۍ تر درو مياشتو وځنډوي.

د يو اېن اېچ سي ار په پاکستان کې وياندې دنيا اسلم خان مشال راډيو ته وويل چې اداره يې هر کال په ژمي کې د راجستر افغان کډوالو خپل هېواد ته د لېږلو لړۍ په لنډمهالې توګه ځنډوي او د کډوالو ستنېدو بهیر به د راتلونکې ۲۰۱۷م کال د مارچ له لومړۍ نېټې پیلوي.

نوموړې وايي چې د راجستر کډوالو هغه ماشومان چې عمرونه يې تر پنځو کلونو زيات دي او خپل پي او ار کارډونه نه لري نو د يو اېن اېچ سي ار له مرکزونو دې خپل کارډونه ترلاسه کړي او هغه ماشومان چې تر اوسه مور یا پلار په ځان پسې نه دي راجستر کړي نو هغوی دې هم په راتلونکې درو مياشتو کې خپل بچيان راجستر کړي ځکه چې د ستنېدو پروخت به يې د ادارې لخوا له نا-راجستر ماشومانو سره هېڅ قسمه مرستې نه کېږي.

وفاقي حکومت د تېرې چارشنبې پر ورځ د راجستر افغان کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو موده د ۲۰۱۷م کال تر پایه غځولې ده.

د دنيا اسلم خان په وېنا چې د سږ کال له جنورۍ څخه تر دې دمه له پاکستانه تر درو لاکه اتيا زرو زيات راجستر افغان کډوال د يو اېن اېچ سي آر ستنېدو پروګرام لاندې خپل هېواد ته تللي دي چې تر ۲۰۰۵ کاله پس د افغان کډوالو خپل ملک ته د ستنېدو یوه غټه شمېره ده. د دې ترڅنګه دا مهال هم ديارلس لکه راجستر کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.

د ېادونې ده چې يو اېن اېچ سي ار د سږني کال له جولايي راهیسې له پاکستانه په خپله خوښه ستنېدونكي هر راجستر افغان كډوال ته له درېنيم سوو (۳۵۰) ډالرو علاوه له دېرشو (۳۰) تر اویا (۷۰) ډالرو سفر خرڅ هم وركوي.

بلخوا په پاکستان کې میشت غېر راجستر کډوال وايي چې حکومت دې دوی هم راجستر کړي چې د ستنېدو پر وخت ورسره کمک وشي.

د ننګرهار ولاېت محمد فضل چې په پېښور کې میشت دی وايي چې دوی هم پخوا راغلي دي او د ناپوهۍ لوجې يې په تېرو وختونو کې خپلځان له يو اېن اېچ سي آر سره راجستر نکړو خو حکومت ته پکار ده چې اوس يې راجستر کړي او هغه قسمه کمک ورسره وکړي چې له کارډ لرونکو سره کېږي.

د ذکر ده چې د روان نومبر په څوارلسمه نېټه د خېبر پښتونخوا وزيراعلا پروېز خټک مطبوعاتو ته ویلي ول چې په صوبه کې يې په لاکونو غېر راجستر کډوال ژوند کوي نو وفاقي حکومت دې دا کډوال هم راجستر کړي چې خپل ملک ته ستنېدو پر وخت ورسره د نړيوالې ټولنې لخوا مرستې ورکړل شي.

په اسلام آباد کی د افغانستان په سفارتخانه کې د کډوالو چارو مشر مرستیال ذبیح الله مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د غېر راجستر کډوالو د راجسترولو پحقله د سېفران وزير عبد لقادر بلوچ سره خبرې شوي دي او نوموړي ورته باور ورکړی چې د وفاقي کابېنې تر منظورۍ ورستو به دا بهیر شورو کوي.

د خېبرپښتونخوا حکومت په وېنا چې سږ کال له راجستر کډوالو علاوه تر دوه نيمو لاکو پورې غېر راجستر کډوال هم خپل ملک ته تللي دي.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG