د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برازیل فوټبال لوبغاړيو وړونکې الوتکه نسکوره شوې


برازیل: د برازیل په شاپیکو لوبغالي کې د شاپیکونسي لوبغاړيو د شان سان لورېنزو ټیم ته د ماتې ورکولو پس جشن کوي. دغه لوبغاړي په الوتکه کې سپاره ول. ۲۳م نومبرو ۲۰۱۶
برازیل: د برازیل په شاپیکو لوبغالي کې د شاپیکونسي لوبغاړيو د شان سان لورېنزو ټیم ته د ماتې ورکولو پس جشن کوي. دغه لوبغاړي په الوتکه کې سپاره ول. ۲۳م نومبرو ۲۰۱۶

په کولمبيا کې د يوې مساپر وړونکې الوتکې راغورځېدو له امله ۷۶ کسان وژل شوي دي. الوتکه تېره ورځ له مېډلين ښار دباندې نسکوره شوې چې د عملې نهه غړي هم پکې سپاره ول.

دغه الوتکې د برازيل يوې فوټبال لوبډلې شاپيکونسې لوبغاړي وړل چې په چارشنبه د سوهېلي امريکا جام پایلوبه کې ولوبيږي او لوبه ځنډول شوې ده.

په الوتکه کې د لوبډلې روزونکي، کارکوونکي او خبريالان هم موجود ول. له راپورونو سره سم په ژوندي پاتې شویو کې درې کسان د لوبډلې غړي دي.

د پيښې سوب تر دې دمه نه دی معلوم خو موسم ډېر خراب و او تېز باران او تالنده هم کېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG