د کراچۍ ښاروال وسیم اختر د دوشنبې په ورځ په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند له مشرانو سره د لیدلو پر مهال وویل له ټولو سیاسي ګوندونو سره په شریکه د صوبې پرمختیايي چارې پر مخ وړل غواړي.
د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې مشر شاهي سید په دې موقع وویل چې دوی هم په ګډه کار کولو ته تیار دي، خو حکومت دې د پښتون مېشتو سیمو ستوزې په پام کې ونیسي.
د کراچۍ ښاروال د عوامي نیشنل ګوند د یو وفات شوي مشر حاجي عدیل لپاره دعا هم وکړه.
وسیم اختر د څلور میاشتني زندان له تېرولو وروسته اوس خپلې چارې سنبالې کړي او له بېلا بېلو ګوندونو سره یې لیدل کتل پیل کړي دي.