د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فیډل کاسټرو وروستيو مراسمو کې سلګونه زره خلک ګډون کوي


په سلګونو زرو خلک د کیوبا د مرکز هوانا په مرکزي انقلابي میدان کې فیډل کاسټرو ته د درناوي وروستي مراسم پر ځای کوي.

د کاسټرو د جسد اېرې په یوه منګي کې ځای پر ځای شوي دي.د کیوبا دغه متنازع مشر به په هم دې انقلابي میدان کې یو وخت د امریکا خلاف شدیدې ویناوې کولې، د مارکسیزم د نظریې د خپرولو او د پخواني شوروي اتحاد د ژوند د بیلا بیلو اړخونو د ځلولو هڅه به یې کوله.

کاسټرو د نومبر په ۲۵ مه یې په ۹۰ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د کاسترو سره د خلکو د خدای پامانۍ مراسم د نومبر په ۲۸ مه پیل شوي چې نن به هم دوام کوي.

د هوانا په انقلابي میدان کې د فیډل کاسټرو د ځوانۍ د مهال یو لوی انځور چې ټوپک یې پر غاړه دی د ملي کتابتون پر ودانۍ ځړول شوی دی.

تمه کیږي چې د نن ورځې په ولسي غونډو کې به بهرني مشران هم برخه واخلي. سپینې ماڼۍ ویلي ولسمشر بارک اوباما به د فیډل کاسټرو په وروستیو مراسمو کې برخه وانخلي.

همدارنګه کرملین هم ویلي چې د روسي ولسمشر ولادي میر پوتین به هم په دغو مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG