د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: سږکال پنځه لکه افغانان جګړو بې کوره کړي


ملګري ملتونه وایي، په ۲۰۱۶م کال کې لږترلږه پینځه لکه افغانان د جګړې له امله له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.

د ملګروملتونودا رپوټ چې د دوشنبې په ورځ خپور شو په افغانستان کې د جګړې له امله د بې کوره شوو خلکوتر ټولولوړه شمېره څرګندوي.

د رپوټ په حواله، افغانستان ته له پاکستانه هم د خلکو د بیرته ستنېدو لړۍ د چټکټیاپه حالکې ده.

ملګري ملتونه وايي، په روان کال کې څه باندې شپږنیم لکه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. خو د افغانستان حکومت وايي، سږکال د جګړې له امله ۳۰ فیصده بې کوره شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

د یوکراین پخواني ولسمشر ویکټوریانو کووېچ د دې خبرې له منلو انکار کړی چې ګواکې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې پولیسو ته امر کړی و چې پر مظاهره کونکیو دې ډزې وکړي.
نږدې درې کاله وړاندې، له تشدده ډکو دغو مظاهرو ، ملک له بحران سره مخ کړی و او ویکټور یانوکوویچ یې دې ته اړ کړی و چې له هیواده وتښتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG