د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان نژدې درې برخې کډول ستانه شوي


د اېف ډي اېم اې په وینا چې د دسمبر میاشتې تر وروستیو پورې به ټول کډوال خپلو سیمو ته ستانه شي.

د قبایلي سیمو لپاره د قدرتي ناورینونو سمبالولو اداره (اېف ډي اېم اې) وایي چې د شمالي وزیرستان څلور شپيته فیصده بې کوره کړل شوي کډوال خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د قبایلي سیمو د اېف ډي اېم اې د بیا –ودانۍ څانګې ویاند عادل ظهور وویل چې هره ورځ دوه درې سوه کسان شمالي وزیرستان ته ستنېږي خو اوس هم د اویا زره کډوالو واپسي پاته ده.

عادل ظهور په وینا چې د شمالي وزیرستان څلور شپیته فیصده، جنوبي وزیرستان پنځه ته شپیته فیصده، د کورمې اېجنسۍ اته شپیته فیصده، د خیبر اېجنسۍ اووه نوي فیصده او د اورکزو اېجنسۍ ټول کډوال واپس شوي دي.

د نوموړي په وینا چې واپس تللیو کډوالو لپاره د یخ موسم په اړه د وفاقي حکومت په یو پېکج غور هم روان دی.

،، د واپس تللې کډوالو لپاره د اېجنسیانو انتظامیو د خېمو بندوبست کړې دې. موږ ګورو چې د یخ موسم لپاره هم د یو پېکج بندوبست وکړو. شل زرو پورې موږ خېمې ورکړې. د ملګرو ملتونود کډوالو نړیوالې ادارې په مرسته مو د کورونو د سروې یوه پروجه شروع کړې. دا شان د یو ارب او پنځه څلویښت کروړ ډالرو یوه پروجې ترلاندې به د اورکزې ، کورمې او د جنوبی وزیرستان کورنو ته شل شل زره زره اربه روپې ورکوو،،

واضحه دي وي چې ستنیدونکې کډوالو ته د حکومت لخوا په مکمل توګه ړنګ شوې کورونو لپاره څلور لکهه او معمولي نقصان لپاره یو لاک شپیته زره روپۍ ورکوي.

له دې علاوه د خوارک نړیوالې ادارې په مرسته ورته د شپږو میاشتو د خوراک راشن هم ورکړې کیږي.

خو بلخوا د شمالي وزیرستان د قامي کمېټۍ مشر ملک غلام خان په وېنا چې د حکومتي انتظاماتو نه مطمینه نه دي ، په سیمو کې یې یخ سېوا شوې دې او کوم خلک چې واپس تللې دي نو هغې ډېر په تکلیف دي. د ضروت شیان هلته نه ملاویږي. حکومت څه خاص انتظام نه دې کړې، صرف خبرې کوي ځکه چې د کورونو د بیا رغونې لپاره انتظام هم په نظر نه راځي،،

د نیم قبایلي سیمو د قامي اسمبلې غړې قېصر جمال افریدي وایې کومې شل اربه روپۍ چې حکومت د بیا بحالې لپاره اېښې وي نو د هاغې شل فیصده هم نه دې استعمال شوې.

د ده په وېنا چې په بیا بحالې کې د حکومت دلچسپي په کومه سطح پکار وه ، هاغه په نظر نه راځي.

،، په کومې سطح چې فېصلې کیږي او بیا پرې عملدارامد کیږي نو پکار ده چې د قبایلي سیمو د پارلیمان غړي پکې واخیستې شي. او که بیا ټول نه اخلي نو دا بیا پکار ده چې د وزیرستان خلک چې د ټولو زیات متاثر شوې دي چې د هغې د قامي اسمبلۍ نمایندې پکې شاملې وي. نو داسي به دې سره د خلکو ګلې ختمې شي. زه وایم که اوس هم پکې د قبایلو نه څوک شامل کړې شي نو دا ښې نتیجې راوستې شي،،

یاده دې وي چې د ۲۰۱۴ کال په جون مياشت کې حکومت په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم سره عمليات پيل کړل چې له وجې يې د لسو لکو نه زیات خلک کډوال شوې وو او محفوظو علاقو طرف ته يې کډې کړې وې.

XS
SM
MD
LG